تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر دهوک برید: عراق پر ترکیه د برید تور لګوی او پنجشنبه یې ملي ویر اعلان کړی
د عراق شمال دهوک ولایت کې د سیلانیانو د اوړي پر یوه تفرېح ځای د توپونو لګېدو له کبله نهه ولسي وګړي وژل شوي چې د ترکیې او عراق ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي یې ترینګلي کړي دي.
برید د ترکیې او عراقي کردستان ترمنځ پره زاخو سرحدي سیمه شوی. حکومتي تلوېزیون ویلي ټول وژل شوي سیلانیان دي او پړه یې پر ترکي ځواکونو اچول شوې ده.
د عراق لومړي وزیر مطصفی کاظمي پر ټویټر لیکلي "ترکي ځواکونو په ښکاره د عراق پر ځمکنۍ بشپړتیا برید کړی".
نوموړي د ترکیې د برید له کبله له وژل شویو کسانو سره د خواخوږۍ په پار د پنجشنبې په ورځ عراق کې رسمي ویر اعلان کړی دی.
ترکیې ویلي د عراقي چارواکو او رسمي رسنیو رپوټونو ګومانونه باید غولوونکي نه وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو د پنجشنبې په ورځ وویل، ترکیې د عراق دهوک ولایت کې پر ولسي وګړو دا برید نه دی کړی او باید عراقي چارواکي په دې "دام" کې ایسار نه شي.
نوموړي د ترکیې ټي ار ټي تلوېزیون ته ویلي، په عراق کې د ترکیې پوځي عملیات تل د کردستان منوع ګرځول شوي کاګر ګوند پرضد دي او پر دهوک برید د ترهګرو کار دی.
د ترکیې اشاره د کردستان کارګر ګوند اړوندو ځواکونو ته ده چې وايي برید هغوی کړی.
د عراق د لومړي وزی مصطفی کاظمي په مشرۍ د وزیرانو ملي امنیت شورا په ملاتړ د بهرنیو چارو وزارت ترکي سفیر ته ویلي چې دا برید په کلکو ټکو غندي.
دې شورا له انقرې غوښتي خپل سفیر دې تر هغه عراق ته نه استوي چې عراق ترکیې ته خپل نوی سفیر نه وي ګومارلی.
یادې شورا له ترکیې غوښتي چې رسمي بښنه وغواړي او له ټولو عراقي سیمو خپل ځواکونه وباسي.
په مقابل کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د برید په اړه خپګان ښودلی، خ وايي دا د ترهګرو کار دی.
"قربانیان عراقي سیلانیان دي"
د زاخو سیمې مشر مشیر بشیر وايي، ډېری قربانیان "د عراق عرب سیلانیان" دي چې له سوېل نه هلته ورغلي وو.
نوموړي د برید پړه پر پوله پرتو ځواکونو اچولې ده.
فرانس پرېس د هغه له خولې ویلي: "ترکیې نن دوه ځله پر یوه کلي برید وکړ".
بشیر زیاتويو قربانیان سیلانیان د هېواد له سوېل نه د ډېرې ګرمۍ له کبله زاخو غرنۍ سیمې ته تللي وو.
په زاخو کې یوه روغتیايي چارواکي امیر علي خبریالانو ته ویلي په وژل شویو کې دوه ماشومان، درې سړي او درې ښځې دي.
د کردانو د روغتیا وزیر ویلي په وژل شویو کې یو کلن ماشوم هم شته.
انقره د کردستان کارګر ګوند او د سوریې کردي ولس ساتنې کنډکونه د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملې کړې دي.
د کردستان کارګر ګوند ډله له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکي حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي.
د دوی ترمنځ جګړو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا هم دا ډله په ترهګرو سازمانونو کې راوستې ده.
انقره په دې هڅه کې ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند ناقانونه اعلان کړي.
کردان د ترکیې ۱۵ تر ۲۰ سلنې وګړي جوړوي، خو کلونه کېږي چې په دې هېواد کې د بېلابېلو حکومتونو تر څار لاندې ژوند کوي.