تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر عراق د ایران توغندیز برید؛ امریکا وايي، د عراق توغندي ضد نظام پیاوړی کوي
د عراق په اربیل ښار کې د ایراني سپاه پاسداران ځواک له توغندیز برید وروسته د امریکا ملي امنیت شورا سلاکار جیک سولوان ویلي، له عراقي او کردستان ځايي ادارې سره هلته د توغندي ضد نظام پر پیاوړتیا خبرې کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د ایران دا اقدام سخت غندلی او د عراق پر ملي حاکمیت یې برالا برید بللی دی.
عراقي حکومت هم په بغداد کې د ایران سفیر په دې هکله احضار کړی دی.
ایران کې سپاه پاسدران ځواک له دې مخکې ویلي و، پر ''اسراییلي ستراتیژیک مرکز '' یې توغندیز برید کړی.
دا توغندي د عراقي کردانو په اربیل ښار کې لګېدلي دي.
په عراق کې د کردانو ځايي ادارې ویلي، ۱۲ توغندي د امریکا کونسلګرۍ په شاوخوا کې لګېدلي، مادي زیان یې اړولی او یو ملکي کس ټپي شوی دی.
امریکا وايي، د دوی اړوند ودانیو ته زیان نه دی اوښتی او نه هم کوم امریکايي وګړي ته په دې برید کې زیان اوښتی چې امریکايي ''پاروونکی برید '' بللی.
اسراییلي حکومتي چارواکو او پوځ د ایران دې ادعا په هکله له څه ویلو انکار کړی.
کردي چارواکو بیا پر سپاه پاسدران ځواک تور پورې کړی، چې پر ملکي سیمو د بریدونو توجیه لپاره له ''بې بنسټه '' پروپاګنده کار اخلي.
یو ځايي ټیکسي چلوونکي زیریان وزیر وویل، د یکشنبې پر شپه نژدې یوه بجه د امریکايي کونسلګرۍ ودانۍ ته نژدې و، چې توغندي ولګېدل.
دی له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وايي:
''لومړی دوړې پورته شوې، بیا مې زوروره چاودنه واورېده، د ګاډي کړکیو ښېښې ماتې شوې، پر مخ ټپي شوم. ''
یو ځايی ټلویزیوني شبکې کردستان ۲۴ خپل دفتر ته د اوښتي زیان تصویرونه پر خواله رسنیو خپاره کړي دي.
ایراني رسنیو د سپاه پاسداران ځواک یوې اعلامیه په حواله لیکلي چې ''د وروستیو جرمونو '' غبرګون کې یې اربیل کې پر ''یوه صیهوني ستراتیژیک مرکز '' برید کړی، چې ''شیطاني دسیسې '' پکې چمتو کېدې.
سپاه پاسداران وايي، اسراییل به د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې د هغه هوايي برید ''بیه پرې '' کړي چې دووه لوړ پوړي ایراني افسران پکې ووژل شول.
د کردستان سیمې وزیرانو شورا په دې هکله وايي: ''پر اربیل دا ظالمانه برید... چې ادعا کېږي امریکايي کونسلګرۍ ته نژدې پر اسراییلي مرکز شوی، پر ملکي سیمه برید دی او د بې زړه سوي برید لپاره یوه توجیه ده. موږ په ټینګار سره وایو چې د دې برید په هکله د مجرمانو پروپاګند له رښتیا سره هیڅ تړاو نه لري. ''
عراقي لومړي وزیر مصطفی کاظمي هم دا برید غندلی دی.