ایران: د اټومي بم جوړولو تخنیکي وړتیا لرو،‌ خو بم نه جوړوو

د ایران د بهرني سیاست ستراتېژیکې شورا مشر کمال خرازی وایي هېواد یې د اټومي بم جوړولو تخنیکی وړتیا لري.

ښاغلي خرازي چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي لخوا ټاکل شوی، الجزېرې تلویزیون سره کمسارو څرګندونو کې ویلي "له هېچا پټه نه ده چې موږ د اټومي بم جوړولو تخنیکي وړتیا لرو، خو دا کار نه غواړو."

هغه زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت په څو ورځو کې د یورانیمو د بډایولو کچه له شلو - شپېته سلنې ته لوړه کړه او په اسانه کولی شي چې ان نوي سلنې ته یې هم ورسوي.

د اټومي بم جوړلو لپاره ۹۰ سلنه بډای شویو یورانیمو ته اړتیا ده او ښاغلی خرازي وايي ایران په څو ورځو کې دا کار کولی شي.

تهران په لومړي ځل د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وري یا حمل وروستیو کې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته رسما وویل چې غواړي د یورانیمو د بډاینې کچه ۶۰ سلنې ته لوړه کړي.

زغرده او کم سارې

ایراني چارواکي وړاندې هم د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه غږېدلي خو داسې ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد یو چارواکی له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د خپل اټومي پروګرام د پوځي اړخونو او ابعادو په اړه دومره واضیح خبرې کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې د ۲۰۱۵ کال اټومي پروګرام ته بېرته ګرځېدو لپاره دوحه کې د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې بې پایلو پاتې شوې.

د دغو مذاکراتو د دوام لپاره بله نېټه هم نه ده ټاکل شوې.‌

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ایران دوو دودیزو سیالانو اسرائیل او سعودي عربستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به د اټومي وسلو جوړولو ته پرې نږدي.

ښاغلي بایډن بیت المقدس کې د اسرائیلو حکومت سره یو ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.‌

په دې هوکړه کې ژمنه شوې چې امریکا به اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي لپاره خپل ټول توان کاروي.‌

پر اژانس نیوکه

تر هغې وروسته چې امریکا په ۲۰۱۸ کال د ایران اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ، تهران هم دې هوکړې ته ژمنتیا کمه کړې.

دغه هېواد دا هم ویلي چې نور د خپل اټومي پروګرام پر مخ وړلو ته هېڅ تخنیکي محدودیت نه ویني.‌

د امریکا نوي حکومت له ایران سره اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره اته پړاوه غیرمستقیمې خبر اترې کړې، خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې.

دغه دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې تړون ته ګرځېدو لپاره سیاسي اراده نه لري او پلمې جوړوي.

کمال خرازي الجزیرې سره مرکه کې ويلي‌ د دې هېڅ تضمین نشته چې امریکا دې احتمالي اټومې هوکړې ته ژمنه پاتې شي.‌

هغه د اټومي انرژۍ پر نړیوال اژانس هم نیوکه وکړه چې که د ده په وینا "خپلواک او عادلانه" دریځ یې لرلی، نو اختلافات په "اسانۍ" حل کېدای شول.

د ایران د بهرني سیاست ستراتېژیکه شورا په ۱۳۸۵ کال د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امر د دې لپاره جوړه شوې چې د بهرنیو اړیکو اړوندو سترو پرېکړو کې مرسته وکړي.

کمال خرازي چې د محمد خاتمي دوه دورې حکومت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی، له پیله د دې شورا رئیس دی.