تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوسي کوهین؛ د اسرائیل د استخباراتو مخکني مشر د ایران خلاف د موساد له عملیاتو پرده پورته کړه
د اسرائیل د استخباراتي ادارې موساد مخکني مشر 'یوسي کوهین' په یوه تازه مرکه کې د ایران خلاف د اسرائیلو د عملیاتو نوي جزییات او اړخونه برملا کړل.
ښاغلي کوهین د اسرائیل له ۱۲ شبکې سره په یوه بې سارې مرکه کې له ایران د لسګونو زرو اټومي اسنادو د پټولو، د ایران اټومي تاسیساتو کې د چاودنو او د دغه هېواد د تر ټولو مخکښ اټومي ساینسپوه "محسن فخري زاده" د څارلو په ګډون ګڼ نوي جزییات شریک کړې دي.
په ۲۰۱۸ کال د ایران د اسنادو پرمخزن عملیاتو کې لسګونه زره اټومي لاسوندونه اسرائیل ته لېږدول شوي وو.
د ښاغلي کوهین په وینا د دغو اسنادو د پټولو د عملیاتو پر مهال تهران کې د موساد شلو عواملو حضور درلود.
هغه که څه هم په زغرده په نطنز اټومي تاسیساتو کې د چاودنې مسئولیت ونه مانه، خو زیاته یې کړه: "موږ ایران ته په روښانه ټکو وایو: نه مو پرېږدو چې اټومي وسلو ته لاسرسی ولرئ. د دې خبرې پر کوم ځای نه پوهېږئ؟"
د اسرائیلو د استخباراتو مخکنې مشر دغه راز د ایران د تر ټولو مخکښ اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده وژلو ته هم اشاره درلوده.
محسن فخري زاده موساد ته څومره اهمیت درلود؟
محسن فخري زاده د ایران تر ټولو مخکښ ساینسپوه و چې د دغه هېواد د "اټومي پروګرام پلار" بلل کېده.
هغه د ایران دفاع وزارت کې د څېړنو او نوښتونو د څانګې رئیس و.
ښاغلی فخري زاده د ۲۰۲۰ کال نومبر پر فیروز کوه واټ له خپلې ښځې سره د سفر پر مهال د لسګونو ساتونکو منځ کې په یوه مرموز وسله وال برید کې ووژل شو.
یوسي کوهین په دې مرکه کې وايي موساد له کلونو راهیسې فخري زاده په فیزیکي ډول له نژدې څاره او "هغه له کلونو راهیسې د اطلاعاتو د راټولو د عملیاتو هدف و."
د موساد مخکني مشر د اسرائیل د پیاوړو دښمنانو د وژلو په اړه د نوموړي د دریځ په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "که څوک دا وړتیا لري چې اسرائیلي وګړو ته ګواښ پېښ کړي، باید له منځه یوړل شي."
خو ښاغلي کوهین دا هم زیاته کړه چې که دا ډول اشخاص لوری بدلوي، نو اسرائیل چمتو دي چې مرسته ورسره وکړي.
هغه وویل د ایران ځینو اټومي ساینسپوهانو د اسرائیل لخوا د ګواښ له ترلاسه کولو وروسته کار پرېښی دی.
له تورقوز اباد اسناد څه ډول غلا شول؟
د موساد له مخکني مشر سره د دې مرکې تر ټولو مهمه برخه له ایرانه د دغه هېواد د اټومي پروګرام د اړوندو اسنادو د غلا په تړاو وه.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ایران دا غلا شوي اټومي لاسوندونه په ۲۰۱۸ کال یوه خبري غونډه کې برملا کړل.
هغه وویل تهران که څه هم تل انکار کوي خو دا اسناد زبادوي چې دغه هېواد یو وخت په پټه اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅه کوله.
ښاغلي کوهین په خپله مرکه کې وویل د دغو اسنادو د پټولو لپاره د عملیاتو پلان دوه کاله وخت واخیست.
دغو عملیاتو کې د موساد شلو څارګرو برخه اخیستې چې ژورنالیسته اېلانا دایان وايي یوه یې هم د اسرائیل تابعیت نه درلود.
د موساد مخکني مشر وویل دا عملیات یې شخصاً تل ابیب کې د قوماندې له مرکزه څارل.
هغه وايي څارګر د اسنادو مخزن ته ننوتل، تر ۳۰ ډېر صندوقونه یې مات کړل او دا اسناد یې ترې را وایستل.
نوموړي زیاته کړه چې دغو عملیاتو کې ټول ښکېل عوامل رک روغ ووتل او وروسته د اړتیا له مخې ځینې له ایرانه هم وایستل شول.
ښاغلی کوهین د دې مرکې یوه برخه د ایران نطنز اټومي بټۍ کې پر چاودنه هم غږېدلی.
د ۲۰۲۰ کال د جولای میاشتې چاودنه کې دغو اټومي تاسیساتو ته دروند زیان واوښت، او ایران هم وروسته ومنله چې اټومي تاسیسات یې د "ورانکاره کړنو" هدف ګرځېدلي.
تهران دا پېښه "اټومي ترهګري" بللې وه.
یوسي کوهن څوک دی؟
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوسي کوهن په ۲۰۱۵ کال د موساد مشر وټاکه او همدا تېره اونۍ د استخبارتو له مشرۍ ګوښه شو.
هغه د ۱۲ کانال له ژورنالیستې ایلانا دایان سره په 'یودا' مستند پروګرام کې وویل چې په ۱۹۸۲ کال یې د لندن پوهنتون کې تر زدکړو وروسته له موساد سره کار پیل کړی دی.
ښاغلي کوهین وویل چې موساد سره د کار په اوږدو کې یې "سلګونه" پاسپورتونه درلودل.
د هغه دا مرکه د پنجشنبې پر شپه خپره شوه.