اوکرایین جګړه؛ د غنمو صادرولو خبرې او د ملکي خلکو شړلو تورونه

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، روسیه باید نورو سیمو ته په زور د اوکرایینیانو له استولو او 'فلټر ' کولو ډډه وکړي. نوموړی وايي، روسي چارواکو له ۹۰۰ زره واخله تر یو اعشاریه شپږ میلیونو پورې اوکراییني وګړي توقیف کړي او په زور یې روسیې ته استولي چې د نوموړي په وینا ماشومان هم پکې شامل دي.

ښاغلي بلېنکن د هغو رپوټونو یادونه وکړه، چې وايي، روسي پوځیانو له مېندو، پلرونو ماشومان بېل کړي او له یتیم خانو یې ځینې ماشومان په زور اخیستي چې روسيې کې یې خلکو ته د پالنې په پار واستوي.

نوموړی وايي، دغه راز د ځورونو او وژنو په تړاو هم شواهد او ثبوتونه په ډېرېدو دي. د یادونې ده چې روسيې مخکې له فلټرونو د خلکو تېرولو لپاره د کمپونو چمتو کولو رپوټونه غیر مسلکي او دروغ بللي دي.

ښاغلي بلېنکن چې په اوکرایین کې یې د جنګي جرمونو په تړاو د یوه کنفرانس له پیله مخکې خبرې کولې وویل، په غیر قانوني توګه د ملکي خلکو لېږدول له جنېوا کنوانسیونه سخته سرغړونه ده.

بل لور اوکراییني چارواکي وايي، د هېواد په سویلي ساحلي ښار مېکولایېف کې د روسي توپخانې او توغندیزو بریدونو له کبله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. ځايي چارواکي وايي، پر یوه روغتون او یو شمېر کورونو لږ تر لږه د ۲۸ توغندیو ګوزارونه شوي دي.

روسیه بیا ادعا کوي چې لسګونه پوځیان یې وژلي دي. روسي پوځیانو او د دوی لوري نیابتي جګړه کوونکو دغه راز د ختیځې دونیڅک سیمې جګړه کې د پرمختګ ادعا کړې. دوی د باخموت سیمې په شمال کې دوو ښارګوټو سولیدار او سیویرسک ته ننوتي دي.

له خپلواکو سرچینو د دې ادعاوو تایید نه دی تر لاسه شوی او اوکراييني پوځیان وايي، یوازې پر سیویرسک ښارګوټي د روسیې توغندیز بریدونه شوي دي.

د یادونې ده، چې له پراخو پوځي عملیاتو وروسته روسي پوځیان اوس د شمال ختیځې لوهانڅک سیمې بشپړ کنټرول په لاس کې لري. په دونیڅک سیمه کې اوکراييني چارواکي وايي، نیواکګرو پوځیانو په خپل شمېر کې د پرمختګ په پار پاموړ زیاتوالی راوستی دی.

د غنمو صادرولو پر موضوع خبرې

خبرې

د عکس سرچینه، TURKISH DEFENCE MINISTRY/EPA

له مارچ میاشتې راهیسې لومړی ځل روسي او اوکراییني مرکچیان مخامخ خبرو ته په داسې حال کې ناست دي، چې د جګړې ختمول د اجنډا برخه نه ده. اوکراییني چارواکي هیله من دي چې د تور سمندر له لارې به د غنمو صادرولو لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

اوکرایین توانیدلی د ځمکې، ریل ګاډي او دنیوب تنګي له لارې یوه اندازه غنم صادر کړي. خو دا غنم ایله دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټنه و، چې تېر میاشت صادر شوي دي، دا په داسې حال کې ده، چې له جګړې مخکې اوکرایین معمولاً په اوسط ډول اته میلیونه ټنه غله صادروله.

بل لور د اوکرایین په اوډیسه بندر کې میلیونونه ټنه غنم د صادرولو لپاره چمتو پراته دي.

د تور سمندر له لارې د 'زرغون دهلېز ' په نامه دا خبرې پر چارشنبه ترکیه کې پیل شوې.

خو دې لړ کې هر ډول احتمالي هوکړه به د ولسمشر ولادیمر پوتین له تایید وروسته عملي کېږي چې په پام کې ده، د جولای پر ۲۹ مه به د ایران په تهران کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره وویني.