'اردوغان یو غوسه پاروونکی خو اړین ټلوال دی'

رجب طيب أردوغان

د عکس سرچینه، Reuters

برتانیایۍ "فایننشل ټایمز" ورځپاڼې پخپله ننۍ ګڼه کې په 'اردوغان یو غوسه پاروونکی خو اړین ټلوال دی' سرلیک د لجیدیون ارشمان یوه مقاله خپره کړې ده.‌

لیکوال وايي، د ناټو د غړو هېوادونو مشران ښايي وروسته تر هغه له ناټو د ترکیې د شړلو په فکر کې شي چې رجب طیب اردوغان له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدو د غوښتنو پرضد اعتراض وکړ.

ښايي ترکیې ته سویډن په ترهګرۍ د ۷۳ تورنو کسانو سپارلو ټټر وهلی وي.

راشمان وايي، ښايي له ترکیې سره داسې قانع کوونکي دلایل نه وي چې ولې یې د ترهګرۍ په ناسمو تورونو تورن سیاسي مخالفان بندیان کړي.‌

دی زیاتوي، ناټو وايي د دیموکراسۍ او بشر حقونو ملا تړي. خو "په جعلي تورونو د سیاسي مخالفانو بندیانول د ولادیمیر پوتین تګلاره ده.‌ په حقیقت کې د روسیې او د ترکیې د ولسمشرانو ترمنځ اړیکه ټینګه ده".

لیکوال وايي، له ناټو سره د فنلنډ او سویډن یوځای کېدل به پوتین ته یو لوی ګوزار وي؛ ځکه مانا به یې دا وي چې ناټو له روسیې پرته د بالتیک سمندر پر څنډه هر هېواد پخپل تړون کې شاملوي.

د لیکوال په خبره، له ناټو نه د ترکیې شړل ان که له قانوني اړخه ممکن هم وي، نو "ستراتیژیک ناورین" ګڼل کېدای شي؛ ځکه چې تور سمندر سپین سمندر ته اساسي لار ده او یوازې اوکرایین او روسیه ټوله نړۍ نه ده.‌

لیکوال پر دې ان دی چې که د اوکرایین غله د هېواد له سمندرغاړو نړیوالو بازاراونو ته ووځي، نو د تور سمندر له لارې به تېرېږي چې د ننوتلو لار یې د ترکیې په لاس کې ده.

دی وايي، د ترکیې له لوري د هغې روسۍ بېړۍ نیول یوه څرکنده نغوته ده چې ګنې له اوکرایین یې غلا شوې غله لېږدوله.

لیکوال زیاتوي، که ترکیه له ناټو وشړله شي او د روسیې ټلواله شي، نو اوکرایین به په حقیقت کې یو غیرې ساحلي هېواد وګرځي او روسیه به د منځني سپین سمندر دروازو ته ځان ورسوي.

دی وايي، په منځني ختیځ کې امنیتي انډول ساتل په خطرناک ډول ډېر ‌پېچلی دی، ځکه چې ترکان په سوریه کې پراخ پوځي حضور لري.

د لیکوال په اند، که څه هم ترکان له امریکایانو سره د کردانو د رول په تړاو اختلاف او ټکر کې دي، خو د روسیې او د بشار الاسد د نظام له ټلوالېدو سره مخالف دي.

لیکوال وايي، ترکانو ۳٫۷ میلیون سوریايي کډوالو ته ځای ورکړی او پر اروپايي ټولنه یې د کډوالو فشار کم کړی دی.

د لیکوال په خبره، ترکیه کې د تورم کچه نژدې ۸۰ سلنه شوې چې اصلي لامل یې د اقتصاد لپاره د لیکوال په خبره د اردوغان د ناسمې ادارې کړنې او پایلې دي، د ترکیې پولي واحد (لیره) په تېرو دوو کلونو کې خپل ارزښت تر ۶۰ سلنې ډېر راټیټ‌کړی دی.‌

د لیکوال په خبره، ښايي په پای کې ترکیه د پیسو نړیوال صندوق ته له اقتصادي کړکېچ د وتلو او ځان ژغورلو لپاره لاس اوږد کړي.