یوه ریکشا کې ۲۷ سپرلۍ؛ ډېر یې حیران کړي او ځینو ان 'نړیوال ریکارډ' بللی

کله چې پولیسو د هند د اترپردېش ایالت فتح پور ښار کې د ګزمې پر مهال یوه ریکشا ودروله او ۲۷ کسان ترې راکېوتل،‌ نو دوی هم ورته حیران شول.

په هندي ریکشاګانو کې چې (ټوک - ټوک) یې هم بولي معمولاً درې کسان سفر کولای شي، خو ځینې چلوونکي تر څلورو، پنځو او یا شپږو پورې سپرلۍ هم اخلي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي چې پکې ښکاري له همداسې یوې کوچنۍ ریکشا د ماشومانو او لویانو په ګډون ۲۷ کسان په داسې حال کې راکښته کېږي، چې ځايي پولیس یې یو په یو شماري.

د هند ګڼ مېشت اترپردیش ایالت په فتح پور ښار کې چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وي رامنځته شوې ده.

د ځايي رسنیو راپورونو له مخې، پولیسو د خورا چټک تګ له کبله غوښتل ریکشا ودروي، نو ډرېور یې سرعت نور هم زیات کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه، خو پولیسو له تعقیب وروسته ودروله.

د فتح پور پولیس وايي، په ریکشا کې "د دوه درځنه سپرلۍ په لیدو حیران شول."

ریکشاچلوونکی له قانوني حده زیات سرعت او د سپرلیو ډېر شمېر له کبله نیول شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې ویډیوګانې لسګونه زره ځله کتل شوې او د ټویټر ډېرو کاروونکو د دغه تصویر په غبرګون کې طنزیه تبصرې کړې دي.

ځینو ویلي، چې دا خو "نړیوال ریکارډ" دی او ځینو هند کې د اړتیا وړ ترانسپورټ نه شتون ته اشاره کړې.

د خواله رسنیو یوه کارن دا هم لیکلي چې د تېلو اوسنیو بیو ته په کتو همداسې کار پکار دی.

که څه هم د ښاري بسونو پرتله پکې د سفر کرایه ګرانه ده، خو ریکشا بیا په هند کې د ښاري ترانسپورټ یوه مهمه او ارزانه وسیله ده.