د شري لنکا ولسمشر له هېواده وتلو وروسته استعفا وکړه

Gotabaya Rajapaksa (file image)

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, زبیده عبد الجلیل
    • دنده, بي بي سي نیوز

د شري لنکا ولسمشر ګوټابايا راجاپکشا وروسته له هغه استعفا وکړه چې په کور دننه پراخو اعتراضونو له کبله سنګاپور ته ولاړ.

په پلازمېنه کولمبو کې مظاهره کوونکو په نڅا د ولسمشر د وتلو هرکلی کاوه.

په شري لنکا کې د اقتصادي کړکېچ له کبله د پراخو لاریونونو له پیلېدو یوه ورځ مخکې نوموړي مالدیف ته تښتېدلی و.

ګوټابايا راجاپکشا له قانوني پلوه مصونیت لري، خو داسې انګېرل کېږي چې نوموړي غوښتل مخکې له دې چې د نوې ادارې له خوا ونیول شي، له هېواده یې پښو سپکولو ته زړه ښه کړی دی.

شري لنکا

هغه مخکې ژمنه کړې وه چې د چارشنبې تر ورځ به استعفا وکړي، خو تر اوسه یې په رسمي ډول استعفا نه ده اعلان کړې.

نوموړی له قانوني پلوه مصونیت لري، خو باور دا دی چې غوښتل یې مخکې له دې چې د نوې ادارې له خوا ونیول شي، له هېواده یې پښو سپکولو ته زړه ښه کړی دی.

د شري لنکا روغتیايي چارواکي وايي د چارشنبې په ورځ پلازمېنه د کولمبو مظاهرو کې لږ ترلږه یو کس وژل شوی او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

۲۶ کلن سړی وروسته تر هغه د سا بندېدو له کبله مړ شو چې پولیسو پرې اوښلن ګاز وکاراوه.

کولمبو کې د ملي روغتون چارواکي وايي، دوی ته د لومړي وزیر دفتر ته څېرمه د لاریون له سیمې ټپیان وروړل شوي دي.

پولیسو پر هغو لاریونیانو اوښلن ګاز کارولی چې غوښتل یې کولمبو کې د لومړي وزیر د دفتر دروازې ماتې کړي، خو بالاخره پای کې د پارلمان خوا ته خوځېدلي دي.

د پوځ یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، په ټپیان کې یو پوځي او پولیس افسر هم دي، دی ادعا کوي چې یوه لاریون کوونکي یوه وسله غلا کړې ده.

حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پنجشنبې په ورځ وختي شري لنکا کې نوی ګرځبندیز ولګول شو، چې د جمعې ورځې تر ۵ بجو به دوام کوي.

د شري لنکا کړکېچ؛ لومړي وزیر له پوځ د نظم ټینګولو غوښتنه کړې

د ویډیو تشریح، د شري لنکا کړکېچ څنګه پیل شو؟

په شري لنکا کې بېګا شپه وروسته له هغه په ګرځبندیز کې تېره شوه، چې مظاهره چیانو د لومړي وزیر دفتر ونیوه. د دغه هېواد ولسمشر، ګوټابایا راجاپکشا، چې له پراخو حکومت-ضد مظاهرو وروسته له هېواده تښتېدلی، خپله هغه ژمنه ماته کړې، چې ویلي یې وو، د چارشنبې تر پایه به له خپلې دندې استعفا وکړي.

ښاغلي راجاپکشا لومړی وزیر، رانېل وېکرمسینګه په خپله ناسوبتیا کې چارسمبالی ولسمشر ګومارلی دی. مظاهره چیان له دواړو د خپلو دندو د پرېښودو غوښتنه کوي

له دې مخکې په یوه تلوېزیوني وینا کې رانېل وېکرمسینګه ویلي و، چې پوځ ته یې امر کړی چې "د نظم بېرته راتلو لپاره یې چې هرڅه په وس کې وي باید ځانونه ترې درېغ نه کړي".

نوموړي پر هغو معترضانو چې دولتي ودانۍ او دده دفتر یې نیولی، غږ کړی چې له ودانیو ووځي.

دی وايي: "موږ خپل اساسي قانون نه شوي څیرې کولی. موږ فاشستانو ته اجازه نه ورکوو چې واک ته ورسېږي. موږ باید د دیموکراسۍ لپاره فاشیستي ګواښ پای ته ورسوو".

شري لنکا

په کولمبو کې د بي بي س‍ي خبریال وايي، د ښاغلي ویکرېمسینګې وروستۍ څرګندونې ښايي ددې څرګندويي وکړي چې پوځ به د پلازمېنې امنیت ټینګوي.

وړاندې زرګونه معترضانو شري لنکا کې د رانیل ویکرېمسینګې پر دفتر یرغل وروړی.

شري لنکا؛ لومړي وزیر د ولسمشر تر تېښتې وروسته سراسري بېړنی حالت اعلان کړی

Demonstrators face tear gas fired by police outside the PM's office, Colombo, 13 July 2022

د شري لنکا لومړي وزیر رانیل ویکرېمسینګې دغه هېواد کې سراسري بېړنی حالت اعلان کړی او د دفتر ویاند یې ویلي چې په لویدېځو ولایتونو کې ګرځبندیز هم لګېدلی دی.

دا ګام تر هغې وروسته پورته شو چې د دغه هېواد ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په ځايي وخت پرون ناوخته یوه پوځي جټ الوتکه کې له هېواده ووت او مالدیف ته یې پناه یوړه.‌

هغه تر پراخو لاریونونو وروسته دې ته اړ شو چې واک او هېواد دواړه پرېږدي.

لاریونیان چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزیر استوګنځی یې نیولي، وايي ښاغلی ویکرېمسنګې هم باید سملاسي ګوښه شي.

خو لومړي وزیر ویلي، دی به هله استعفا وکړي چې د ټولو ګوندونو ګډ لنډمهاله حکومت رامنځته شي.

د شري لنکا د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر تګ وروسته لومړی وزیر تر ۳۰ ورځو سرپرست ولسمشر هم دی.

په ورته وخت کې له کولمبو تازه راپورونه دا دي‌ چې زرګونه لاریونوال اوس د لومړي وزیر پر دفتر ورمات شوي چې د دوی د احتجاجونو اصلي مرکز "ګالې فېس ګرین" ته څېرمه پروت دی.

پولیسو د لومړي وزیر د دفتر شاوخوا د راټولو شویو لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی.‌

man drinking water after being tear gassed
د عکس تشریح، د اوښلن ګاز یوه اغېزمن ته اوبه ورکول کېږي

خو رپوټونه وايي دغه اعتراضونونه تر ډېره سوله ییز دي او احتجاج کوونکي پکې شعارونه ورکوي او ویناوې کوي.‌

تر دې مخکې یوه اعتراض کوونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو "که تر ماښامه د ولسمشر او لومړي وزیر د استعفا خبر وانه ورو، نو ښايي له سره پر پارلمان یا بله دولتي ودانۍ ورټول شو. د ګوتا - رانیل حکومت کلک مخالف یو. دواړه باید ولاړ شي."

د ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا وتل

بي بي‌ سي تائید کړې چې د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا له خپل هېواده وتلی دی.

هغه د روانې اوونۍ له لاریونونو وروسته چې احتجاج کوونکي پکې د شنبې پر ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم ننوتل، پټ‌ ځای ته تښتېدلی و.

ویل شوي چې ۷۳ کلن راجاپاکسا په یوه پوځي جېټ الوتکه کې له هېواده وتلی او بي بي سي ته مالومه شوې چې نوموړی پر ځايي وخت ۳ بجې د مالدیف پلازمېنې مالې ته رسېدلی.

Sri Lanka's President Gotabaya Rajapaksa in Glasgow, UK in 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګوتابایا راجاپاکسا د مالدیف پلازمېنې مالې ته تللی

که څه هم د نوموړي تګ پر شري لنکا د راجاپاکسا کورنۍ د څو لسیزو واکمنۍ ته پایټکی کېښود، خو د واک د تشې جدي ګواښ یې هم رامنځته کړی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد اوس له ورپېښ اقتصادي کړکېچه وتلو لپاره کارنده حکومت او ادارو ته اړتیا لري.

شري لنکا کې دغه لاریونونه هم د همدغه بې مخینې اقتصادي کړکېچ له کبله پیل شوي.

سرچینو بي بي سي ته ویلی چې د ولسمشر ورور او د هغه کابینه کې مالیې وزیر 'باسیل راجاپاکسا' هم خپل هېواد پرېښی دی.

تر دې وړاندې اجتجاج کوونکو ګواښ کړی و چې که ولسمشر او لومړی وزیر استعفا ونه کړي، اعتراضونه به لا پسې پراخ کړي.

ټاکلې د شري لنکا لومړی وزیر هم ژر خپله دنده پرېږدي.

ګوتابایا راجا پاکسا تر هغې وروسته چې احتجاج کوونکي ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزیر استوګنځي ته ننوتل او د هغو کنټرول یې لاس کې واخیست، ژمنه وکړه چې د چارشنبې پر ورځ به استعفا کوي.

بي بي سي موندلې چې له هېواده وتلو لپاره د ولسمشر د کشر ورور مخه نیول شوې وه، خو وروسته توانېدلی چې د امریکا پر لور وخوځېږي.

احتجاج کوونکو د ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا اداره د دغه هېواد اقتصادي کړکېچ له کبله ګرمه ګڼي.

د شري لنکا خلک له میاشتو راهیسې د برېښنا له ورځنیو پرچاویو او همدا راز د تېلو، خوراکي توکو او درملو په څېر د لومړنیو اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ دي.

د احتجاج کوونکو ګواښ

شري لنکا

د عکس سرچینه، EPA

د ګوتابایا راجاپاکسا تر تګ وړاندې اجتجاج کوونکو ګواښ کړی و چې که ولسمشر او لومړی وزیر استعفا ونه کړي، خپل اعتراضونه به لا پسې پراخ کړي.

دوی ویلي وو چې هېواد به 'بوږنونکي پراخ احتجاجونه وویني. '

لومړی وزیر رانیل ویکریمیسنګې ویلي، له هغه وروسته به استعفا کوي چې د ولسمشر له استعفا وروسته د ټولو ګوندونو یو موقت حکومت رامنځته شي.

د احتجاجیانو یوه مشر پادر جیوانتها پیریس بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''که دوی د جولای میاشتې تر ۱۳ پورې استعفا و نه کړي، موږ به په یوه بله کچه بیا احتجاجونه پیل کړو. ''

د احتجاجیانو یوه مشر پادر جیوانتها پیریس له نورو ملګرو سره یو ځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د عکس سرچینه، BBC/TESSA WONG

د عکس تشریح، د احتجاجیانو یوه مشر پادر جیوانتها پیریس له نورو ملګرو سره یو ځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د سوداګرو ټولنې یوه مشر هم ویلي وو: ''مدني فعالانو او د سوداګرو ټولنو منلې چې د جولای له ۱۴ وروسته به بوږنونکي پراخ احتجاجونه پیل کړي.

احتجاج کوونکو د ولسمشر او لومړي وزیر او ټولو حکومتي مشرانو د استعفا تر څنګ د اجرايي ولسمشرۍ ختمولو او د خلکو یوې داسې شورا رامنځته کولو غوښتنه کړې، چې حکومت ته به مشورې ورکوي.