اوکرایین: روسي راکټونو استوګنیزه ودانۍ کې ۱۵ کسان وژلي

The devastated apartment block in Chasiv Yar, eastern Ukraine, 10 Jul 22

د عکس سرچینه، Pavlo Kyrylenko/Reuters

د عکس تشریح، د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ یوه برخه د برید له کبله نړېدلې ده او کنډواله ښکاري.

اوکراییني چارواکي وايي، د روسیې له لوري توغول شوي. راکټ پر یوه استوګنیزه ودانۍ لګېدلي چې لږترلږه ۱۵ کسان یې وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي. وېره ده چې تر کنډوالو لاندې به هم خلک ایسار پاتې وي.

دا برید د اوکرایین په ختیځ کشیو یار ښار کې شوی.

پنځه ټپیان ژوندي رایستل شوي. دا شمېرې د اوکرایین د بېړني خدمت چارواکو ورکړې دي.

د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ یوه برخه د برید له کبله نړېدلې ده او کنډواله ښکاري.

کاشیو یار ښار د دونڅک کرمشتورڅک ته نژدې دی.

روسیه هڅه کوي چې پر دونڅک خپل تمرکز ورټول کړي.

د سیمې یوه چارواکي پاولو کیریلینکو ویلي، روسیې دا ځل اوراګان راکټ توغولي دي.

د لیوډمیلا په نامه یوې ژغورل شوې ښځې ویلي "موږ ځمکتل ته منډې کړې، هلته درې راکټ ولګېدل، ‌یو د پخلنځي پر یوه برخه ولګېد."

د شنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت وویل، کشیو یار کې یې د امریکايي ایم ۷۷۷ د زېرمې یو هنګر په نښه کړی.

بي بي سي په سیمه کې د په خپلواک ډول ددغو بریدونو جزییات نه شي تاییدولی.

A burning apartment block hit by Russian fire in Siversk, eastern Ukraine, 8 Jul 22

د عکس سرچینه، Getty Images

اوکرایین کې چارواکي وایي‌ روسیي ځواکونو د دغه هېواد سویل او ختیځ کې پر ځینو ښارونو درانه راکټي‌ بریدونه کړي چې زیاتې ویجاړې یې اړولې.

ختیځ‌ کې د ډونېڅک سیمې لپاره د کیېف والي پاولو کیریلېنکو وايي سیوېرڅک ښار کې په یوه تازه برید کې لږترلږه ۴ کسان هم وژل شوي‌.

د همدې ځای دروژکیفکا سیمه کې هم د ملکي‌ استوګنې پر ناحیو د بریدونو خبر ورکړ شوی.

رپوټونه وايي دغو بریدونو کې یو غټ‌ پلورنځی ړنګ شوی.

بي بي سي په خپلواک ډول د دغو بریدونو جزییات نشي تائیدولی.

داسې ښکاري چې د روسيې ځمکنیو ځواکونو د ډونېڅک سیمې د نیولو هڅو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کوم مهم پرمختګ نه دی کړی.

اوکراییني‌ چارواکو ویلي روسي ځواکونو شمال کې د خارکیېف پر ځینو برخو، سویل کې پر مایکولایف او شمال ختیځ‌کې پر 'کريوي ریه' ښار باندې توغندي توغولي دي.

Crater in Druzhkivka, 9 Jul 22

د عکس سرچینه، AFP

اوکراییني‌ ځواکونه اوډیسا ته پر غځېدلې لار د پراته ستراتېژیک بندري ښار مایکولایف سخته دفاع کوي.

اوډیسا د اکرایین عمده صادراتي‌ مرکز ګڼل کېږي. خو د روسیې سمندري ځواکونو له دغه ښاره د غلې دانې د صادراتو مخه نیولې.

بلخوا د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې یرینا وېرېشچوک سویل کې د خېرسون او زاپوریژژیا ښارونو د هغو سیمو له اوسېدونکو چې روسیې نیولي، غوښتي چې له دغو سیمو ووځي.

دا خبرداری په دې معنا دی چې اوکراییني ځواکونه هلته د ځوابي بریدونو تکل کړی.

خېرسون د روسي ځواکونو کنټرول کې دی خو اوکراییني ځواکونو یې په دې وروستیو کې ځینې سیمې بېرته نیولې دي.‌

د دغو سیمو پولیسو روسي ځواکونه تورن کړي چې ګوندې هلته په لوی لاس فصلونه لمنځه وړي.

Crops ablaze

د عکس سرچینه، Kherson police/Facebook

‌د دوی پر فیسبوک پاڼه داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې پکې ښکاري کروندو اور اخیستی.

دوی همدا راز روسي ځواکونه تورن کړي چې ځايي‌ خلک د دغه اور وژلو ته نه پرېږدي‌ او همدا راز کرهنیز وسایل هم لمنځه وړي.