تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د ډایناسور لاسونه دومره کوچني وو؟
ډایناسور په ډیرو فلمونو کې وینې ته تږی ځناور معرفي شوی چې وحشت خوروي خو د حیرانتیا خبره دا ده چې لاسونه یې ولې خورا کوچني دي.
ارجنټاین کې د ساینس پوهانو یوې ډلې ویلي، دوی یو نوی ډول ځناور کشف کړی چې سر یې ډېر لوی خو لاسونه یې ډېر کوچني دي.
په دې تازه کشف کې په زړه پورې خبره دا ده چې دوی د دې پوښتنې ځواب هم پیدا کړی چې ولې د ډیناسور لاسونه هم دومره کوچني دي.
د ساینس په اوسني ژورنال کې ساینس پوهانو لیکلي، چې د شمالي پیتونیا په سیمه کې یو شمېر نامعلوم جوړښت یا حیوان کشف شوی دی.
دا جوړښت چې د میراکسس ګیګا په نوم یادیږي ۳۶ فوټه اوږد دی، سر یې څلور فوټه دی خو لاسونه یې، یوازې دوه فوټه اوږده دي.
ساینس پوهان په دې باور دي چې د یاد غوښه خوړونکی ځناور کوچني لاسونه د دوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر ګټور وو.
جوین کینلي، چې د دې څیړنې مشري یې کوله وايي: "زه په دې باور یم چې له معموله لېرې ډېر کوچني لاسونه د یوې موخې لپاره ورکړل شوي دي."
د یاد ځناور جوړښت ته په کتلو سره دا روښانه شوې چې د هغه عضلات خورا پیاوړي وو.
ښاغلی کینلي وايي، دا ممکنه ده چې د همدې لنډو لاسونو په مرسته دوی له مقابل جنس سره د کورولۍ په مهال هغه راونیسي یا له کورولۍ نه وروسته همدا لنډ لاسونه په پاڅېدو کې ورسره مرسته وکړي.
څیړونکی پیټر میکووکي وايي، چې د دغه خونخوار ځناور لاسونه د سر تر نیمایي پورې رسېږي او خولې ته نه شي رسیدلی.
د پیټر په وینا، د یاد خونخوار حیوان سر ډېر لوی دی او په اصل کې همدا سر یې د ښکار یا خوړو وسیله ده.
میراکسس ګیګاس د گیم آف ترونز په ډرامه کې د افسانوي کرکټر په نوم نومول شوی چې تېره غاښونه لري.
د ساینس پوهانو په خبره، دا څلور ټنه حیوان له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ میلیونو کاله دمخه په نړۍ کې شتون درلود.
له دې موندنو وروسته، ساینس پوهان په دې باوري شوو چې دوه نور ډولونه، ډایناسور او ابیلیسورد هم د ورته دلیلونو له کبله کوچني لاسونه یې درلودل.