تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د زهرجنو لړمانو وړونکی ونیول شو
هغه چینایی چې هڅه یې کوله نژدې ۲۰۰ ژوندي زهرجن لړمان له سري لانکا څخه قاچاق کړي نیول شوی دی.
سريلانکا چې د کمسارو حیوانانو په لرلو مشهوره ده نژدې ۱۸ ډوله لړمان لري.
د سريلانکا پلازمېنه کولمبو کې امنیتي چارواکو په هوايي ډګر کې دغه ژوندي حیوانات په یوه پلاستیکي بکس کې وموندل.
په پلاستیکي بکس کې بیا د لړمانو بېلابېلو ډولونو ته وړې وړې خانې وې او جلا جلا اچول شوي وو.
سريلانکايي چارواکي وايي، قاچاقي (قاچاق کوونکي) چینايي پلان درلود چې کله خپل هېواد ته ورسېږي نو له دغو لړمانو زهر وباسي.
د سریلانکا لپاره د ژونديو حیواناتو، سرو زرو او مخدره موادو له قاچاقه مخنیوی په لویه ننګونه بدل شوی.
پر دوشنبه دغه نیول شوی کس یولک سیمه ییزې روپۍ جریمه شوی چې نژدې ۵۵۰ ډالره کېږي او پرېښودل شوی چې خپل هېواد ته ستون شي.
سریلانکا نژدې ۱۸ ډوله زهري لړمان لري چې یو ډول یې انسان وژلی شي. دا معلومه نه ده چې قاچاق کېدونکي لړمان وژونکي ووکه نه.
سریلانکا کې د ژونديو حیواناتو د قاچاق د مخنیوي جدي قوانین لري خو لا هم د قاچاق هڅې کېږي.
تېر جون میاشت کې څو لوړپوړي چارواکي د فیل د بچي د نیولو او خرڅولو په تور محاکمه شول.