تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اروپا تر ټولو لوی ښکاري ډایناسور پاتې شونې بریتانیا کې موندل شوي
ساینسپوهان وايي، د اروپا تر ټولو لوی ډایناسور پاتې شوني د بریتانیا په ایل اف وایټ سیمه کې موندل شوي.
د ساوتهمپټن پوهنتون د ژویو پېژندنې برخې یوې ډلې دا پاتې شونې موندلي چې لس مېتره اوږدوالی لري او ۱۲۵ مېلیونه کاله وړاندې یې ژوند کړی.
د هډوکو دا پاتې شونې د دوو پښو لرونکي ښکاري ژوي سپاینوسارېډ ډایناسور نسل پورې تړاو لري.
د دوکتورا محصل کرېس بیکر چې د دې څېړنې مشري کوي ویلي چې یو ستر ژوی وو.
دا پاتې شونې د ایل اف وایټ په جنوبي ساحل سیمه کې موندل شوي.
ښاغلی بیکر وايي: "دا یو ستر ژوی وو چې له لس مېترو یې اوږدوالی ډېر وو او ښايي څو تنه وزن به یې درلود
دی زیاتوي: "د پاتې شونو څېړنې موندلې چې دا تر اوسه په اروپا کې موندل شوی تر ټولو لوی ښکاري ډایناسور دی.
د ډایناسور دا نسل نژدې ۱۲۵ مېلیونه کاله وړاندې د اوبو د سطحې لوړېدو په زمانه کې ژوندی وو.
د دې څېړنې مرستیال مشر ډارېن نایش وايي: "دا چې دا څېړنه یوازې د یو څو هډوکو پر بنسټ شوې تر اوسه مو ورته ساینسي نوم نه دی ورکړی. تمه لرو چې د وخت په تېرېدو به د دغه ډول ژویو نور پاتې شونې هم پیدا شي.
د دغو پاتې شونو ډیری یې د ایل اف وایټ سیمې ډایناسور پلټونکي نېک چېز موندلي وو چې د کورونا له وبا لږ څه وړاندې مړ شوی وو.
دا موندنې د ساوتهمپټن پوهنتون لخوا د سپاینوسارېډز ژویو په د پخوانیو څېړنو په لړ کې تازه هغه دي چې دوی يې په اړه ۲۰۲۱ کې مالومات خپاره کړي.