تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډایناسورانو په دا غټه تنه غوښه خوړله که بوټي؟
تر اوسه داسې فکر کېده چې ډایناسورانو یوازې بوټي او سابه خوړل خو اوس داسې نښې نښانې رابرسېره شوي چې کېدای شي دا نظریه بدله کړي.
ساینسپوهانو داسې شواهد موندلي چې ښيي ډایناسورانو پر ځینو سمندري حیواناتو او حشرو هم وخت تېراوه.
د یو شمېر هغو فاضله موادو مطالعه چې فوسیل شوي یا ډبره ترې جوړه شوې ښيي چې ډیناسورانو ځینو ځانګړو وختونو کې چنګاښ هم خوړلی.
سره له دې چې د ډیناسورانو د خوراک په اړه لږ مالومات شته، خو په امریکا کې د کلوراډو پوهنتون ښوونکې ډاکتره کارېن چن وايي:"تر دې وړاندې عام نظر دا و چې ډیناسورانو یوازې بوټي خوړل، خو د بوټي خوړونکو ډیناسورانو د خوراک ډول تر دې پېچلی و."
ډاکترې چن بي بي سي ته وویل:"دوی ځینې حیوانات هم خوړل، لږترلږه هغه سمندري حیوانات چې پوټکی یې کلک دی. دا داسې دی لکه نن سبا چې ځینې الوتونکي بوټي خوري."
نوي شواهد د امریکا اوتاه یوې سیمې کې موندل شوي چې د سمندري کلک پوټکي لرونکو حیوانانو د فوسیلونو د وروستۍ زمانې خزانه بلله کېږي، چې تر هغه وروسته پر ځمکه د ډایناسورونو واک پای ته رسېدونکی و.
فوسیل شوي فاضله مواد د دې کیسه کوي چې ډایناسورانو خپل خوراکونه څنګه غوره کول.
د حیواناتو تولیدات به د ډایناسورانو لپاره د پروتین د ترلاسه کولو یوه ښه سرچینه وه، په تېره بیا چې د هګیو د اېښېدو وخت به یې و.