تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني طالبانو سره مذاکرات؛ پارلماني کومېټې 'پوځ ته د خبرو اختیار ورکړ'
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دې هېواد د پارلمان یوې ځانګړې کومېټې پوځ ته اختیار ورکړی دی چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې او اوربند لپاره مذاکرات وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د شنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، دا مذاکرات به د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي او هېڅ داسې شرط به نه منل کېږي چې اساسي قانون سره په ټکر کې وي.
خو دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د پوځ استازي او د پارلمان او سیاسي ګوندونو ځینې غړي وار د مخه د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره په مذاکراتو بوخت دي.
پاکستاني طالبانو مقابل لوري ته د خپلو غوښتنو یو لېست هم سپارلی او دواړو خواو د دې مذاکراتو پر مهال دوه اړخیز اوربند هم اعلان کړی دی.
خو پر دې مذاکراتو یوه نیوکه دا کېدله چې پارلمان پکې ښکېل نه دی او تر ډېره د پوځ استازو لخوا ترسره کېږي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ بي بي سي ته ویلي، د حکومت له خوا وروستی اعلان او دریځ ورته د منلو نه دی.
نوموړی وایي، د پوځ له استازو سره یې د ملي امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی و چې د دې مذاکراتو اختیار دې پارلمان ته ورکړل شي.
خو د تېرې جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه د پاکستان پوځ پارلمان او سیاسي ګوندونو ته ډاډ ورکړی و چې ټولې خبرې اترې به د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.
مذاکرات کوم پړاو ته رسېدلي؟
د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تائید کړې وه چې افغان پلازمېنه کابل کې یې د پاکستاني طالبانو له استازو سره مذاکرات پیل کړي او افغان طالبان یې منځګړتوب کوي.
وروسته افغان طالبانو هم ومنله چې د 'حسن نیت' او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره یې دواړو خواو ته د مذاکراتو زمینه برابره کړې ده.
افغان طالبان ټینګار کوي چې په دې پروسه کې د دوی رول یوازې د منځګړي دی او د مذاکراتو ټولې چارې په ښکېلو اړخونو پورې اړه لري.
افغان طالبانو دا هم تائيد کړې ده چې په دې خبرو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مفتي نور ولي مسید پخپله ګډون کړی دی.
د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر او د پېښور اوسنی 'کور کومانډر' جنرال حمید فیض هم څه موده وړاندې په دې خبرو کې د ګډون لپاره کابل ته تللی و.
همدا راز د پاکستان د قبایلي مشرانو دوه جلا پلاوي هم له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره څو ځله کابل ته تللي دي.
تر دې دمه په روانو مذاکراتو کې د دوه اړخیز اوربند له اعلان پرته کوم بل مهم پرمختګ نه دی شوی، خو ګډونوال یې ټینګار کوي چې 'خبرې ښې روانې دي'.
پاکستاني طالبانو چې د خپلو غوښتنو کوم لېست مقابل لوري ته سپارلی و، په هغه کې د بندیانو ازادېدل، قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو ور ستنېدل، د دې ډلې د مشرانو پر ضد د ټولو بندیزونو او قانوني قضیو ختمېدل، قبایلي سیمې له پښتونخوا ايالت بېرته لرې کول او دلته د شرعي نظام پلي کېدل او ځینې نور موضوعات شامل وو.
خو د پاکستان پوځ او حکومت لا دې غوښتنو ته کوم ښکاره ځواب نه دی ویلی او ټینګار کوي چې هېڅ داسې شرط به نه مني چې د پاکستان اساسي قانون سره په ټکر کې وي.