عمران خان: د افغان طالبانو په همکارۍ له پاکستاني طالبانو سره افغانستان کې خبرې کوو

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له ځينو ډلو سره په خبرو بوخت دی او د ده په وينا که وسلې پر ځمکه کېږدي، نو بښنه ورته کېدای شي.

د ترکيې له خبري رسنۍ ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې دغه خبرې په افغانستان کې د افغان طالبانو په همکارۍ روانې دي خو نوموړي د خبرو د بريا په اړه څه و نه ويل.

د يادونې وړ ده چې پاکستاني طالبانو ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خوا د بخښنې اعلاميې په ځواب کې پاکستاني طالبانو ويلي وو چې "د تېروتنو په اړه بښنه غوښتل کېږي موږ هېڅکله له دښمنه بخښنه نه غواړو".

په تازه مرکه کې عمران خان وويل، "زه فکر کوم د طالبانو ځينې ډلې غواړي د پخلاينې او سولې لپاره زموږ له حکومت سره خبرې وکړي، موږ له داسې ځينو ډلو سره په اړيکه کې يوو".

له ده وپوښتل شول چې ايا خبرې د هغوی د تسليمېدو په اړه روانې وې؟ ده وويل چې "خبرې د پخلاينې پروسې په اړه وې او د تسليمېدو په صورت کې به موږ طالبانو ته بښنه وکړو او د عامو وګړو په توګه به د ژوند کولو اجازه ولري".

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغان طالبان په دې پروسه کې له پاکستان سره مرسته کوي، نوموړي وويل چې "دا خبرې په افغانستان کې ترسره کېږي".

دا په څو اوونيو کې دويم ځل دی چې د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ته د بخښنې وړانديز کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له بريتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډينټ سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې "که پاکستاني طالبان خپل وسله وال فعالیتونه پرېږدي او تسليم شي بښنه به ورته وکړي". خو هغه مهال يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه څه نه وو ويلي.

شاه محمود ويلي وو که طالبان خپل ترهګريز فعاليتونه پرېږدي او د حکومت ته تسیلم شي، دوی به وبښل شي خو که اورپکۍ ته دوام ورکړي دا به د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ وي.

د بهرنيو چارو د وزير دغه خبرې د پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې د وژل شوي کسانو د کورنيو له سخت غبرګون سره مخ شوي او ويل يې هغه کسان چې بې ګنا ماشومان وژني څنګه بښل کېدی شي.