تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه مات کړل
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کلتوري امپریالیزم په هکله یوه وینا کې وايي، 'افغانانو د غلامۍ ځولنې ماتې کړې. '
عمران خان په خپل هېواد کې په انګلیسي ژبه پر زدکړو د نیوکې په ترڅ کې دا څرګندونې له هغه یوه ورځ وروسته کړې، چې وسله والو طالبانو له څو ورځو چټک پرمختګ وروسته تېره ورځ پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.
پاکستان له یوازې دریو هېوادونو و چې ۱۹۹۶ کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و.
دغه هېواد کې نن د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو امنیتي غونډه کېږي او د مهمو پرېکړوتمه کېږي.
له دې سره هممهاله د پاکستان جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي ګوندونو طالبانو ته د دوی د ''بریاوو '' مبارکي ویلې او په افغانستان کې له طالبانو سره د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ژمنه کړې.
د دې ګوندونو ځینې غړو د طالبانو کنټرول ترلاسه کولو په مناسبت خواږه هم وېښلي دي.
اوسمهال له پاکستان سره د افغانستان د تګ راتګ پر دوو مهمو لارو هم د طالبانو ولکه ټینګه ده.
پرون د طالبانو له لوري د تورخم کنټرول له نیولو وروسته د لنډ مهال لپاره دغه لاره د پلي خلکو او سوداګرو پر مخ تړل شوې وه.
له دې لارو اوس پاکستان افغان کډوال دغه هېواد ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، او یوازې د پاکستان له لوري هلته مېشت افغانانو ته اجازه شته چې له همدې لارو هېواد ته ستانه شي.
له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یو شمېر افغان سیاستوالو سره لیدلي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د لږکیو ګډون ته د اندېښنو په اړه له نوموړي سره غږېدلي دي.