پوتین د لیسیچانسک تر نیولو وروسته هم اوکرایين کې د جګړې د دوام امر کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکرایین ختیځ کې د لیسیچانسک ښار تر نیول کېدو وروسته خپل دفاع وزیر ته امر کړی چې اوکرایین کې عملیات روان وساتي.
ښاغلی پوتین د دغه هېواد پر تلویزیون را څرګند شو او نورو جهبو کې یې خپلو ځواکونو ته یې وویل چې له وړاندې د ورکړل شویو پلانونو له مخې د خپلو اهدافو ترلاسه کېدو هڅې جاري وساتي.
د لیسیچانسک نیول په دې مانا دي چې اوس د اوکرایین ختیځ کې د لوهانسک سیمه په بشپړ ډول د روسیې ځواکونو لاس کې ده.
پر تلویزیون خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ښاغلی پوتین خپل دفاع وزیر سېرګي شویګو ته وايي هغه ځواکونه دې چې د لوهانسک په نیولو کې یې برخه اخیستې "ارام وکړي او خپلې جګړه ییزې وړتیاوې دې پیاوړې کړي."
خو نوموړی زیاتوي "د ختیځې ډلې او لوېدیځې ډلې په ګډون نور پوځي واحدونه باید وړاندې د تصویب شویو پلانونو له مخې خپلې دندې پر مخ یوسي."
هغه په دې توګه هیله ښيي چې دغه جبهې هم د لوهانسک په څېر بریا ته ومومي.
اوکراییني چارواکي: لیسیچانسک مو بایللی خو جګړه مو نه ده بایللې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د د لوهانسک والي سیرهي هایدای د لیسیچانسک ښار سقوط ته په اشارې ویلي، سیمه یې بایللې خو جګړه یې نه ده بایللې.
ښاغلي هایدای بي بي سي ته ویلي عسکر یې د دغه ښار له پرېښودو وروسته اوس نورو قوي پوستو ته تللي دي.
د هغه په وینا د ښار له لاسه ورکول او روسیې ته یې ورپرېښودل ورته درد ناک و.
یوه بل جګپوړي اکراییني چارواکي ویلي، ځواکونه یې له لیسیچانسک ځکه وتلي چې روسان یې له لرې لا پسې ویجاړ نه کړي.
د لوهانسک والي له لویدیځ د نورو وسلو غوښتنه وکړه چې پر مټ یې د روسیې ګټې زیانمنې کړي.
ولسمشر ولودمیر زېلینسکي ټینګار کړی، چې د اوکرایین ځواکونه د لیسیچانسک د بېرته نیولو لپاره "عصري وسلو او لا زیاتو اکمالاتو ته اړتیا لري."

د عکس سرچینه، Reuters
ويل کېږي روسيي ځواکونه د الوتکو، بشري ځواک او بېلابېلو نورو برخو کې برلاسي وو.
د اوکرایین د دفاع وزارت ویلي: "د اوکرایینیانو لپاره، د انسانانو ژوند لومړیتوب دی، ځکه نو ځینې وخت ممکن له ځینو سیمو شاتګ وکړو، چې بیا یې راتلونکې کې بېرته ونیسو".
د روسیې ولسمشر د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین د یرغل په درشل کې ددغه هېواد ختیځ کې د لوهانسک او دونېڅک سیمو خپلواکۍ په رسمیت وپېژندې.
د دغو سیمو بیلتونپال وسله وال له ۲۰۱۴ کال راهیسې د مسکو په ملاتړ د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي.
روسیې په همدغه کال کریمیا ټاپو وزمه هم ونیوه او په خپله خاوره یې ورګډه کړه.










