زېلېنسکي: افریقا پر اوکرایین د روسیې د یرغل یرغمله ده

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي چې افریقا پر اوکرایین د روسیې د جګړې یرغمله ده.
هغه دا خبرې افریقايي ټولنې ته د وینا پر مهال کړې.
پر اوکرایین د یرغل له کبله له دغه هېواده د غلو دانو صادرات درېدلي او دغه کار د نړۍ ګڼو برخو کې میلیونونه کسان د خوراکي توکو کمښت سره مخامخ کړي.
د افریقایي ټولنې مشر دې ناسته کې ویلي د نړیوال ثبات تامین لپاره "عاجلو مذاکراتو ته اړتیا ده."
لوېدیځ هېوادونه له روسیې غواړي چې له اوکرایینه د غلې پراخو زېرمو ته د صادرېدو اجازه ورکړي.
د دغو غلو دانو د صادراتو درېدو ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې اغېزمنې او لوړې کړې دي.
د اوکرایین ولسمشر ویلي "افریقا د هغو لخوا ېرغمل ده... چې زموږ د هېواد خلاف یې جګړه پیل کړې ده."
هغه زیاته کړې چې حکومت د تورې بحیرې بندرونو کې د ایسارې غلې د زیرمو خوشې کېدو لپاره "پېچلو مذاکراتو" کې ښکېل دی.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي زېلېنسکي د افریقا مشرانو ته ویلي "دا جګړه ښايي تاسې او ستاسې هېوادونو ته ډېره لېرې بریښي. خو د خوراکي توکو بیو چې د ناورین په ډول په لوړېدو دي، وار له مخه جګړه د میلیونونو افریقايي کورنیو کورونو ته ور رسولې ده."
د اوکرایین ولسمشر نږدې لس اوونۍ وړاندې د افریقا لویې وچې دغه مهم سازمان ته د وینا غوښتنه کړې وه.
بي بي سي موندلې چې دې انلاین ویډیويي وینا ته د ۵۵ غړو هېوادونو مشران وربلل شوي وو خو یوازې څلورو پکې برخه اخیستې.
نورو هېوادونو د اوکرایین د ولسمشر د وینا غونډې ته افریقایي ټولنه کې خپل استازي استولي دي.
افریقايي هېوادونو پر اوکرایین د روسیې د یرغل په تړاو وېشلي نظرونه لري.
۱۷ افریقایي هېوادونو مارچ کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د دغه ېرغل د غندلو ته ممتنع رایه ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
افریقایي ټولنې اساسآ نه غوښتل چې د اوکرایین ولسمشر ورته وینا وکړي.
د دې ټولنې اکثریت غړي له پيله پر دې ټینګار کوي چې د روسیې اوکرایین لانجه دې د خبرو له لارې هواره شي.
د افریقایي ټولنې مشر د اوکرایین د ولسمشر تر دې وینا وړاندې له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.
هغه ښاغلي پوتین ته ویلي وو چې افریقايي هېوادونه د اوکرایین د جګړې بې ګناه قرباني دي او روسیه باید د دغه کړاو کمولو کې مرسته وکړي.
د دوشنبې پر ورځ همدا راز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل ویلي چې د روسیې لخوا د اوکرایین د غلو دانو د صادراتو بندېدل جنګي جرم دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه دا څرګندونې لوګزامبورګ کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته کړې.
دوی پر همدغه کړکېچ غږېږي.
ښاغلي بورېل وویل د مسکو کړنې داسې ښکاری لکه په لوی لاس چې غواړي نړۍ له لوږې سره مخامخ کړي.









