د اوکرایین جګړه به بیې تېرو پنځو لسیزو کې تر ټولو ډېرې لوړې کړي

Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوکرایین د شړشمو تېل او نورو توکو یو لوی تولیدوونکی هېواد دی چې جګړې یې صادرات اغېزمن کړي

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې اوکرایین کې جګړه به د توکو بیې او لګښتونه له ۱۹۷۰ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي.

په یوه نوي رپوت کې اټکل شوی چې د اوکرایین کړکېچ به د بېلا بېلو توکو لکه طبیعي غاز، غنم او مالوچو بیې په بې ساري توګه لوړې کړي.

پیټر ناګېل چې په نړیوال بانک کې د مشر اقتصاد پوه دنده لري او د دې رپوټ مرستیال چمتو کوونکی دی وايي: "د بیو لوړوالی به پراخې اقتصادي او بشري اغېزې ولري".

دی زیاتوي: "د نړۍ په کچه کورنۍ د ورځنیو لګښتونو له لوړوالي کړېږي. موږ په ځانګړي ډول د بې وزلو کورنیو په اړه اندېښمن یو ځکه دوی د خپل عاید ډېره برخه په خوړو او د اړتیا وړ په نورو لومړنیو توکو لګوي، نو دغه کورنۍ د بیو لوړوالی تر نورو ډېرې ځپي".

نړیوال بانک په خپل رپوټ کې وايي چې د انرژۍ لکه تېلو او غازو بیې به لږ تر لږه پنځوس سلنه لوړې شي چې عام وکړي او کاروبارونه به اغېزمن کړي.

اروپا کې د طبیعي غازو په بیه کې به تر ټولو ډېر لوړوالی راشي او له دوو برابرو به هم زیاته شي.

اټکل له مخې د توکو بیې به راتلونکی کال او ۲۰۲۴ کې راپرېوځي خو بیا به هم د تېر کال پرتله نژدې ۱۵ سلنه لوړې وي.

نړیوال بانک وايي، د ۲۰۲۰ له اپرېله د روان کال تر مارچ میاشتې دا په تېرو پنځوسو کلونو کې د توکو بیو کې تر ټولو ډېر لوړوالی ښيي. تېر ځل په ۱۹۷۳ کې منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د تېلو بیې په دې کچه لوړې شوې وې.

oil-producing platform is seen at Pechora Sea, Russia

د عکس سرچینه، Anadolu / Getty

د عکس تشریح، پر اوکرایين د روسیې یرغل په نړیواله کچه د تېلو او غازو بیې لوړې کړي

د تېلو بیې به تر ۲۰۲۴ کاله لوړې وي. د یو بارېل تېلو بیه به سږ کال سل امریکايي ډالره وي چې د نړۍ په ډېرو ځایونو کې د انفلاسیون یا پیسو پړسوب لامل شي.

روسیه د ټولې نړۍ ۱۱ سلنه تېل تولیدوي چې درېیم تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی. د نړیوال بانک رپوټ کې راغلي د جګړې له امله رامنځته شوی کړکېج به اوږدمهاله منفی اغېزې ولري ځکه چې بندیزونه په دې مانا دي چې شرکتونه روسیه پرېږدي او ټکنالوژۍ ته لاسرسی محدودېږي.

دم ګړۍ د اروبايۍ ټولنې ۴۰ سلنه غاز او ۲۷ سلنه تېل له روسیې واردېږي. اروپايي هېوادونو هڅه پیل کړې چې له روسیې پر وارداتي انرژۍ له تکیې ځان خلاص کړي چې دې ګام هم د بیو لوړالي کې مرسته کړې.

د غنمو بیې به رېکارډ کچه لوړې شي

د نړیوال بانک دې رپوټ کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې "د ګڼو خوراکي توکو بیې به هم په بې ساري ډول لوړې شي."د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ځینو خوراکي توکو بیې دا اوس هم په تېرو شپېتو کلونو کې تر ټولو لوړې دي.

غنم به څه باندې ۴۲ سلنه لوړ شي او بیه به یې رېکارډ کچې ته ورسېږي. په نورو توکو کې به د سویابین بیه ۲۰ سلنه، د غوړو نژدې ۳۰ سلنه او د چرګ غوښې په بیه کې به څه باندې ۴۱ سلنه لوړوالی راشي. د لوړوالي یو لامل دا دی چې له روسیې او اوکرایین د دغو توکو صادرات خورا ډېر کم شوي.

له جګړې وړاندې دغو دواړو هېوادونو په ګډه د ټولې نړۍ نژدې ۳۰ سلنه غنم تولید او صادرول. د نورو خامو موادو لکه سره، اوسپنه او منرالونو بیې به هم لوړې شي خو د وريژو او چایو په بیو کې اټکل دی چې کموالی راشي.

food market in Colombo

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د خوراکي توکو بیو کې لوړوالي له امله سریلنکا کې وګړي د حکومت پر خلاف احتجاج ته اړ کړل

د امریکا بانک د یوې څېړنې له مخې ټولو زراعتي توکو کې غنم یوازینی هغه دی چې بدیل موندل یې ګرانه ده.

دا څېړنه دې ته هم اشاره کوي چې په شمالي امریکا او چین کې ناوړه موسم به له اوکرایینه صادراتو کې د کموالي اغېزې نورې هم پراخې کړي.

ارچر ډانیلز مېډلنډ په نړیواله کچه د خوراکي توکو د سوداګرۍ له څلورو لویو شرکتو دی.

اجرایوي مشر یې خوان لوسیانو وايي،‌ اټکل نه کوي چې نژدې راتلونکي کې به بیې راکمې شي.

دی زیاتوي: "موږ د خوراکي توکو په صادراتو کې د کموالي اټکل کوو. کاناډا او جنوبي امریکا کې فصل ښه نه و او اوس دا دی د تور سمندر سیمه کې د اوکرایین جګړې له امله خنډ پیدا شوی. دا هر څه به تر راتلونکو څو کلونو د خوراکي توکو د ارزې لړۍ اغېزمنه کړي".

د نړیوال بانک اقتصاد پوه پیټر ناګل وايی، نور هېوادونه کولی شي چې لنډ او منځني مهال کې دې برخه کې مرسته وکړي خو د سرې په بیه کې ۶۹ سلنه لوړوالي داسې اندېښنې پارولي چې "ښایي بزګر د لوړې بیې له امله کمه سره وکاروي او له امله به یې فصل اغېزمن شي".

نړیوال بانک خپل رپوټ کې زیاتوي چې د توکو نړیوال بازار تر ډېره پر دې تکیه دی چې اوکرايين کې جګړه څومره دوام کوي او له امله یې رامنځ ته شوي خنډونه کله ختمېدای شي.