زېلېنسکي: روسیه ښايي پر اوکرایین بریدونه پراخ کړي

د عکس سرچینه، Office of the Presidnet of Ukraine
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی روسیه به راتلونکو ورځو کې چې اروپايي ټولنه د اوکرایین د غړیتوب په اړه پرېکړه کوي، د ده پر هېواد بریدونه ډېر کړي.
د اروپايي بلاک غړي به د روانې اوونۍ وروستیو کې پرېکړه وکړي چې ایا اوکرایین ته د دې ټولنې د غړیتوب د نوماندۍ حیثیت وکړي که څنګه.
که اوکرایین ته د نوماندۍ حیثیت ومنل شي، نو دا به یې اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د پروسې پیل وي.
د دې پروسې بشپړېدل او اروپايي ټولنه کې د اوکرایین رسمي غړیتوب ښايي کلونه وخت واخلي.
خو د دغه هېواد ولسمشر اوس خبرداری ورکوي چې په دې اړه پرېکړه ښايي د روسیې د بریدونو د ډېرېدو لامل شي.
هغه کیېف کې په خپله شپنۍ خبري غونډه کې اوکرایینیانو ته دا ډاډ هم ورکړ چې ځواکونه یې چمتو او هر نوي برید مقابلې ته تیار دي.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي زېلېنسکي دلته دا ژمنه هم وکړه چې د نوموړي په وینا اروپايي ټولنې سره یو ځای کېدو لپاره به د اوکرایین "تاریخي" موخه تعقیبوي.
د اروپايي ټولنې اجرائيه څانګې اروپايي کمېسیون تېره اوونۍ ومنله چې د اوکرایین په غړیتوب غور وکړي.
خو اوس پرېکړه د اروپايي شورا واک او لاس کې ده. دا شورا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له مشرانو جوړه ده.
دوی پتیېلې چې د راتلونکې پنجشنبې او جمعې پر ورځو به بروکسل کې غونډه کوي.
د اوکرایین ولسمشر له پخواني شوروي اتحاد د خپلواکۍ کال ته په اشارې وویل "فکر کوم ټولو ته واضیح ده چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې د اوکرایین په تړاو داسې کمې برخلیک ټاکونکې پرېکړې شوې چې موږ یې اوس تمه لرو. زه مطمین یم چې یوازې یوه مثبته پرېکړه د ټولې اروپا ګټو سره برابره ده."
کیېف تر هغې یوازې څلور ورځې وروسته چې روسیې پرې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه یرغل وکړ، د اروپايي ټولنې غړیتوب وغوښت.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن د تېرې جمعې پر ورځ وویل چې دی دغه بلاک کې د اوکرایین د یو ځای کېدو پر هدف کار نه لري، خو ویاند یې دېمیتري پېسکوف ګواښ کړی چې پر دې لور هر ګام به د مسکو له خوا ډېر پام ته اړتیا ولري.
د اوکرایین ولسمشر د اروپايي ټولنې غړو ته خبرداری ورکړ چې د روسیې لخوا ان دوی پر وړاندې هم ځوابي ګامونه ممکن دي.
هغه وویل "څرګنده ده چې موږ باید د روسیې خصمانه کړنو ته منتظر واوسو. یوازې د اوکرایین نه، بلکې د نورو اروپايي هېوادونو پر وړاندې هم."
دا خبرداری داسې مهال ورکړ شوی چې روسي ځواکونو وار له مخه د اوکرایین ختیځ کې بریدونه ډېر او جګړه سخته کړې ده.










