د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی پیپلز ګوند اوس ولې غلی دی؟

د عکس سرچینه، TWITTER/@ALIWAZIRNA50
- Author, عزيزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې قامي اسمبلۍ کې د نه باور رایې پر وخت د پښتون ژغورنی غورځنګ غړی علي وزیر چې بندي و د ځانګړي امر له مخې راخوشي شو چې وکولی شي په دې رایه اچونه کې برخه واخلي.
خو د پاکستان قامي اسمبلۍ د بودیجې په جلسه کې د علي وزیر د شتوالي په اړه تر اوسه کوم ځانګړی امر نه دی ورکړل شوی.
پاکستان کې که د قامۍ اسمبلۍ کوم غړی بندي وي نو پارلمان غونډو کې د برخې اخيستو لپاره د اسمبلۍ مشر یا سپیکر له خوا یې د لنډ مهاله خوشي کېدو لپاره ځانګړې غوښتنه کېږي.
د پاکستان پیپلز ګوند پخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ ویناوې خپرې کړې وې او د دوی یو مشر غړی راجه پروېز اشرف اوس د پارلمان مشر دی.
علي وزیر د کراچۍ په زندان کې بندي دی او پر ده تور دی چې د پاکستان په امنیتي ادارو یې نیوکه کړې او پر وړاندې یې ناسمې ویناوې کړې دي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر غړي او د سنا مجلس پخواني مشر رضا رباني په خپل یوه وروستۍ وینا کې غوښتنه کړې وه چې د بودیجې په جلسه کې دې د علي وزیر ګډون په اړه رسمي غوښتنه وشي خو د قامۍ اسمبلۍ مشر راجه پروېز اشرف په دې تړاو تر اوسه غلی دی.
رضا رباني په خپله وینا کې ویلي چې د اسمبلۍ یا سنا په غونډو کې برخه اخېستل د هر غړي حق دی او له دې حقه باید هېڅوک محروم نه شي.
پاکستان پیپلز ګوند او د خلکو دېموکراتیک غورځنګ نورو ګوندونه پخوا د علي وزیر په ملاتړ ویناوې کړې وې او د عمران خان له حکومته به یې غوښتنه کوله چې ښاغلی وزیر باید د قامۍ اسمبلۍ په غونډو کې حاضر وي.
د نوموړي په ملاتړو کې د پیپلز ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو اوسنی وزیر بلاول بټو زرداري هم و.
په دې تړاو چې کله د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سلاکار قمر زمان کایره وپوښتل شو نو ویې ویل چې د علي وزیر په اړه به نن د قامي اسمبلۍ له سپیکر سره خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسمبلۍ په غونډو کې ګډون د هر غړي حق دی چې وکولی شي د خپلو سیمو سم استازیتوب وکړي.
د محسن دوړ دریځ څه دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
علي وزیر او محسن دوړ دواړه د پاکستان قومي اسمبلۍ کې د جنوبي او شمالي وزیرستان استازي دي او دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړي وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د واکمنۍ پر مهال محسن دوړ تل د علي وزیر د زنداني کېدو او قومي اسمبلۍ کې د نوموړي د ګډون په اړه غږ اوچت کړی.
محسن دوړ بي بي سي ته ویلي: "دا هېښوونکی حالت دی او له دې مالومېږي چې پاکستان کې قضا او پارلمان څومره واک او اختیار لري."
محسن دوړ وايي د بودیجې په اړه د جلسې له پیل خورا وړاندې یې د قومي اسمبلۍ مشر نه غوښتنه کړې وه چې د علي وزیر د ګډون په اړه دې رسمي غوښتنه وکړي. نوموړی وايي چې د قومي اسمبلۍ مشر راجه پروېز اشرف تر اوسه نه غوښتنه منلې او نه یې هم رد کړې ده.
ښاغلی دوړ وايي چې په دې اړه به خپلې هڅې روانې ساتي او غږ به اوچتوي.
محسن دوړ تېر کال له پښتون ژغورنې غورځنګ جلا او په خپله یې د یوه نوي ګوند د ملي دېموکراتیک غورځنګ بنسټ کېښود خو علي وزیر تر اوسه نه دي ویلي چې د محسن دوړ ګوند سره یو ځای شوی او که د پاکستان قومي اسمبلۍ ازاد غړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پښتون ژغورنې غورځنګ د پارلماني سیاست خلاف دی خو غړي او ملاتړي یې د قومۍ او صوبايي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه اخلي.
د علي وزیر بندي کېدل
علي وزیر د ۲۰۲۰ کال په دسمبر میاشت کې په پېښور کې نیول شوی و. د ده پر خلاف د کراچۍ په سوراب ګوټ تاڼه کې عریضه شوې وه.
پر ده د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غونډې پر مهال د پاکستان په امنیتي ادارو د نیوکو او سپکاوي تور و.
د ۲۰۲۱ په نومبر کې د پاکستان عالي محکمې په ضمانت د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه منلې وه خو پر وړاندې یې شاه لطیف تاڼه کې یوه بله عریضه هم وه چې له امله یې دی له بنده ازاد نه شو.
د شاه لطیف تاڼې د عریضې پر وړاندې د علي وزیر د ضمانت غوښتنه څو ورځې وړاندې رد شوې وه.
میر کلام وزیر وايي چې کله د علي وزیر ضمانت ومنل شي نو په یوې بلې پولیس تاڼه کې پرې عریضه کېږي چې له امله یې دی بېرته بندي کېږي.












