محسن دوړ او علي وزیر د اېف ای اې له بنده خوشي شول

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ فعالان علي وزير او محسن دوړ د پېښور باچاخان هوايي ډګر کې دوبۍ ته له تلو ګرځول شوي وو، چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي شوي دي.
محسن دوړ پر ټویټر یوه پیغام کې تایید کړې چې دوی دوبۍ ته له تلونکې الوتکې ګرځول شوي وو، پاسپورټونه ترې اخیستل شوي وو، خو اوس خوشي شوي دي.
ویل کېږي، علي وزیر هم خوشی شوی، خو ورته ویل شوي چې محکمې ته به حاضرېږې.
علي وزیر له سویلي وزیرستانه او محسن دوړ له شمالي وزیرستانه د پاکستان قومي اسمبلۍ کې د خلکو استازي دي.
مخکې د ادارې یوه کارکونکي د نوم نه یادولو په شرط ویلي و، د پارلمان دواړو غړو خلاف صوابۍ سیمه کې د غونډې پر مهال د هېواد قوانینو ماتولو لړ کې ایف ای ار یا د پولیسو لومړنی رپوټ ثبت شوی دی او په دې لړ کې څېړنه کېږي.
د کارکونکي په وینا محسن دوړ د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ویلي، چې دغه لړ کې یې له نیول کېدو مخکې ضمانت منل شوی او صوابي سیمې پولیسو هم تایید کړی، خو علي وزیر دې لړ کې هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان ادعا کوي، د پاکستان د پلټنې مرکزي ادارې (اېف ای اې) چارواکو له هغوى پاسپورټونه اخيستي دي او ورته ويل شوي چې ځکه یې د سفر مخنیوی شوی، چې نومونه یې په هغه ليست کې شامل دي چې بهرته د تلو اجازه نه لري.
بي بي سي څو ځله د دغې موضوع تاییدولو لپاره هڅه وکړه له ایف ای اې چارواکو سره اړیکه ونیسي، خو تر اوسه د دغې ادارې له لوري کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.
بل لور ته د پاکستان قومي اسمبلۍ مشر ته هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي او د قومي اسمبلۍ سکرتریت چارواکي وايي، دوی په دې تړاو معلومات نه لري.

له دې مخکې تېر اکتوبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعيل له بريتانيا د ستنېدو پر مهال د همدې موضوع په تړاو د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې د اسلام آباد هوايې ډګر کې نيولې وه، چې د دغې ادارې په مرکزي دفتر کې له نژدې دوه ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته د چارواکو په وینا د شخصي ضمانت بدل کې خوشي شوې شوه.








