تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام ته د افغانستان لار
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي پښتو
هند به د راتلونکي کال اکتوبر او نومبر میاشتو کې د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوالې اتلولۍ کوربه وي. ایا افغانستان د سوپر لیګ له لارې په نړیوال جام کې ځای موندلی شي؟
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام کې به ۱۰ هېوادونه برخه اخلي. هند د کوربه هېواد په توګه وار دمخه ځای موندلی دی.
پاتې نهو هېوادونو کې به اووه د نړیوال سوپر لیګ له لارې ټاکل کېږي او دوه نور به د غوراوي له یوه بل پړاوه لار مومي.
د سوپر لیګ لوبې
د کرېکټ د نړیوالې شورا ۱۲ دایمي غړي او هالنډ چې د دویمې درجې لوبډلې سیالٌۍ یې ګټلې وې د کرېکټ د نړیوال جام په سوپر لیګ سیالیو کې ځای شوي دي.
دلته به هره لوبډله څلور لوبلړۍ په خپل کور او څلور له کوره بهر کوي. خو ټولې لوبډلې له یوه بل سره نه مخامخېږي. د ساري په توګه افغانستان له انګلنډ، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره لوبې نه لري.
د هرې لوبې په ګټلو لوبډله ۱۰ پواینټونه ترلاسه کوي. که لوبه د باران له امله ونه شوه هره لوبډله پنځه پوایڼتونه اخلي. که د منډو له مخې هم مساوي شوه بیا به هم لوبډلې پواینټونه سره وېشي.
که کومې لوبډلې په ټاکلي وخت کې اوورونه ونه کړل نو په هر ناوخته شوي اوور یو پواینټ ترې کمېږي.
د ۲۰۲۳ کال په مې کې به د سوپر لیګ سیالۍ بشپړې شي. هغه وخت به د پواینټونو له مخې د سر اووه لوبډلې او هند نړیوال جام کې ځای ومومي او پاتې پنځه لوبډلې به د دویمې درجې له درو نورو هېوادونو سره بخت ازمويي او د سر دوه لوبډلې به یې نړیوال جام ته غوره کېږي.
له سوپر لیګ نه د افغانستان تمه
افغانستان په خپل کور کې له ایرلنډ، نېدرلنډ، پاکستان او اسټرالیا سره او له کوره بهر له بنګله دېش، زمبابوې، سرېلنکا او هند سره لوبې لري.
د ۲۰۲۲ کال د جون تر میاشتې افغانستان څلور لوبلړۍ کړي چې ایرلنډ، نیدرلنډ او زمبابوې ته یې په ټولو لوبو کې ماتې ورکړه او له بنګله دېش نه یې دوې وبایللې او یوه یې ترې وګټله.
افغان بالرانو پر وخت خپل اوورونه وکړل او په دې توګه یې ټول پواینټونه ۱۰۰ شول.
که په پاتې ۱۲ لوبو کې چې له هند، پاکستان، اسټرالیا او سرېلنکا سره دي، افغانستان لوبې ونه ګټي بیا هم د نورو لوبډلو پایلې که د دوی په ګټه تمامې شي، افغان لوبغاړي نړیوال جام ته رسېدلی شي.
د چا کومې لوبې پاتې دي؟
افغانستان له اسټرالیا، هند، پاکستان او سرېلنکا سره
بنګله دیش له ایرلنډ او انګلنډ سره
انګلنډ له نیدرلند، بنګله دیش، جنوبي افریقا سره
ویست انډیز له پاکستان او نیوزیلنډ سره
هند له افغانستان، نیوزیلنډ، زمبابوې او جنوبي افریقا سره
اسټرالیا له افغانستان، جنوبي افریقا، نیوزیلنډ او زمبابوې سره
پاکستان له وېسټ انډیز، نیوزیلند، افغانستان او هالنډ سره
ایرلند له بنګله دېش او نیوزیلنډ سره
سرېلنکا له نیوزیلنډ او افغانستان سره
نیوزیلند له سرېلنکا، پاکستان، استرالیا، هند، ایرلنډ او ویست انډیز
جنوبي افریقا له اسټرالیا، هند، انګلنډ او نیدرلنډ سره
زمبابوې له هند، نیدرلنډ، او اسټرالیا
نیدرلند له انګلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا او زمبابوې پر وړاندې
کوم هېوادونه کمزوري دریځ کې دي؟
د ۲۰۲۲ کال د جون تر میاشتې یوازې بنګله دېش او افغانستان ۱۰۰ یا ترې ډېر پواینټونه ترلاسه کړي دي. که افغانستان غواړي چې د سر په اوو لوبډلو کې راشي نو باید په نورو ۱۲ لوبډلو کې پنځه تر ۱۰۰ لږ پوانیټونه ومومي.
همدا اوس دغه لوبډلې سرېلنکا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، زمبابوې او نیدرلنډ دي.
په دوی کې د نیدرلنډ ۱۱ لوبې پاتې دي چې له انګلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا او زمبابوې سره دي. باید له دغو ۱۱ لوبو اته وګټي چې تر ۱۰۰ پواینټونه یې ډېر شي.
زمبابوې له هند، نیدرلنډ، او استرالیا سره نهه لوبې لري په دې کې باید لږ تر لږه اووه لوبې وګټي - جنوبي افریقا باید له استرالیا، هند، انګلنډ او نیدرلنډ سره په پاتې لوبو کې شپږ وګټي - نیوزیلنډ باید له سرېلنکا، پاکستان، استرالیا، هند، ایرلنډ او ویست انډیز سره په خپلو لوبوکې پنځه وګټي او سرېلنکا باید له افغانستان او نیوزیلنډ سره په خپلو پاتې شپږو لوبو کې څلور وګټي چې تر ۱۰۰ پواینټونو واوړي.
ایرلنډ هم باید له خپلو پاتې شپږو لوبو څلور وګټي چې له بنګله دېش او نیوزیلنډ سره دي. انګلنډ یوې، ویسټ انډیز دوو، پاکستان او اسټرالیا د دریو نورو بریو په موندلو تر ۱۰۰ پواینټونو رسېدلی شي.
څوک ښه دریځ کې دي؟
بنګله ۱۲۰ پواینټونه لري تمه به یې دا وي چې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو خپل دریځ لا پیاوړي کړي. انګلنډ هم نیدرلنډ او بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او له سویلي افریقا سره د پنجې په نرمولو ډېر پواینټونه ترلاسه کولی شي.
د پاکستان، استرالیا، نیوزیلنډ او سویلي افریقا تجربو ته په پام دا امکان ډېر دی چې د اړتیا وړ پواینټونه ترلاسه کړي. د افغانستان هیله به دا وي چې سرېلنکا، ویسټ انډیز، ایرلنډ، زمبابوې او نیدرلنډ تر ۱۰۰ پواینټونو ونه رسېږي.
په دوی کې ویسټ انډیز دوو بریو ته اړتیا لري خو دا لوبې یې له پاکستان او نیوزیلنډ سره دي چې اسانه به نه وي.
سرېلنکا هم له نیوزیلنډ او افغانستان سره بخت ازمويي که افغانستان په درو لوبو کې ماتې ورکړه د سرېلنکایي لوبغاړو د مخامخ غوراوي هیلې ورسره اوبه وړي.