تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا دفاع وزارت: "د اوکرایین سیوروډونیڅک کې کوڅه-په کوڅه جګړه تېزه شوې ده"
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، د اوکرایین ختیځ سوروډونیڅک ښار کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې او دواړو غاړو (روسانو او اوکرایینیانو) ته احتمالا لوړ تلفات اوړي.
د بریتانیا دفاع وزارت دا هم ویلي دوی ته د جګړې په اړه تر ټولو تازه استخباراتي مالومات رسېدلي دي.
د جګړې په ډګر کې روسیې په سوېل کې کوم پرمختګ نه دی کړی.
روسیه اوس د درنو وسلو او هوايي بریدونو له لارې غواړي پرمختګ وکړي، خو د عصري توغندیو له کمښت سره مخامخ ده.
بریتانیا: د اوکرایین ماریوپول ښار د کولرا وبا له ګواښ سره مخ دی
د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وايي، د اوکرایین ماریوپول ښار د کولرا وبا له ګواښ سره مخ دی.
دغه ښار له پراخو جګړو وروسته د پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له کمښت سره هم لاس او ګریوان دی.
ملګري ملتونه وايي، د دې ښار ډېری ودانۍ نړېدلې او پاکې اوبه له ناپاکو هغو سره ګډې شوې دي.
کولرا معمولاً د ککړو خوړو یا اوبو له څښاک وروسته پیدا کېږي او له ناسم پاکي، صفايي سره اړوند بلل کېږي.
په ماریوپول په لارو، کوڅو کې پراته مړي او خځلې د چاپېریال په ککړتیا کې یو بل مهم عنصر بلل کېږي.
په ماریوپول کې مخکې د دې ناروغۍ پېښې رپوټ شوې دي او تېره میاشت په دې هکله رپوټونه ورکړل شوي وو.
د ماریوپول د ښاروال مرستیال سریا ورلف چې تبعید دی وايي، ماریوپول چې د څو میاشتو بمباریو وروسته د روسیې لاس ته ولوید، شاوخوا یولک اوسېدونکي یې د ناروغیو له ډېرېدونکي ګواښ سره مخ شوي دي.
نوموړی وايي، لا هم ډېر زیات مړي تر نړیدلو ودانیو لاندې دي او د ښار د عفونیت لامل شوي دي.
ښاغلی ورلف زیاتوي، د دې عفونیت له کبله د ښار د اوبو زنجیري سیستم مکروبي شوی دی.
د ماریوپول د ښاروال یوه سلاکار وايي، د روسیې له یرغل وروسته دې ښار کې د سلګونو کسانو جسدونه له ورانو شویو ودانیو را ایستل شوي دي.
د دغه اوکراییني چارواکي په خبره د لټون دا چاره اوس په ټپه درېدلې او پاتې مړي کنډوالو او خځلو کې پرېښودل شوي دي.
د روانې اونۍ پیل کې د ملګرو ملتونو مسوولینو وویل، په ماریوپول کې د څښاک پاکې اوبه له ناپاکو هغو سره ګډې شوې دي او داسې احتمالي خطر شته، چې په دې ښار کې کولرا د وبا په بڼه خپره شي.
د نړیوال سره صلیب مسوولینو هم ویلي، د اوبو رسولو شبکه ورانه شوې او له همدې کبله داسې احتمالي خطر شته، چې په ماریوپول کې د اوبو اړوند ناروغۍ خپرې شي.
ماریوپول ښار په مې میاشت کې د روسي پوځ له نژدې درې میاشتو سختو بریدونو وروسته د روسي ځواکونو لاس ته ولوېد.
په اپریل میاشت کې د دې ښار اوکراییني ښاروال ویلي و، په جګړه کې نژدې ۱۰ زره ملکي کسان وژل شوي، له هغه څو اونۍ وروسته هم جګړې دوام درلود او داسې اندېښنې شته، چې ښايي د مړینې شمېر لا زیات شوی وي.
د ښاروال په وینا په لارو، کوڅو کې د جګړې قربانیانو خښولو لپاره موقتې هدیرې جوړې شوې او ځینې مړي د کورونو په شاوخوا، پارکونو او ښاري میدانونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.