اوکرایین:‌ روسیې د ماریوپول پولادو کارخونه باندې ستر برید پیل کړی

اوکراییني‌ چارواکي وايي روسي ځواکونو د ماریوپول ښار د پولادو کارخونې نیولو لپاره هر اړخیز برید پیل کړی دی.

دغه کارخونه ماریوپول کې د اوکراییني ځواکونو وروستی مورچل او تمځی دی.

د ازوف ډلکي مشر ویلي چې دې کارخونې کې کلابند اوکراییني ځواکونه له تېرې ورځې راهیسې "سخته خونړۍ جکړه" کوي.‌

رپوټونه وايي روسي ځواکونه له څو ورځو ارامتیا وروسته د دغو تاسیساتو اړوندو ځایو ته ورننوتي‌.‌

باور دا دی چې د ماشومانو په ګډون ۲۰۰ ملکي کسان لا هم دې کارخونه کې له جګړې پټ دي.

بي بي سي په ازوفسټال کارخونه د روسي‌ ځواکونو برید په خپلواک ډول نشي تائیدولی.

د ازوف قوماندان ډېنیس پروکوپېنکو د ټېلېګرام یوه لنډ ویډیويي پیغام کې ویلي:‌ "زه پر خپلو سرتېرو ویاړم چې د دښمن د فشار پر وړاندې مقاومت لپاره د زبر انسانانو په څېر هڅې کوي... وضعیت خورا ستونزمن دی."

له دې سره ولسمشر زېلینسکي یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي‌ چې هلته د پاتې کسانو ژغورلو کې مرسته وکړي.

هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره تلیفوني خبرو کې ویلي: "موږ ته هر کس مهم دی. د هغوی ژغورلو کې درنه مرسته غواړو."

روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو او د نړیوالې سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د پولادو له دې کارخونې تر سلو ډېر ملکي کسان وایستل شول.‌

د اوکرایین ولسمشر د دغه کار مننه او پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې "له ازوف سټال د ټولو ټپیانو په اېستلو کې همکاري‌ وکړي."

د روسیې د اوربند ژمنه

په ورته وخت کې روسیه وايي‌ د پولادو له دې کارخونې به د نورو ملکيانو وتلو لپاره سر له پنجشنبې اوربند وکړي.

د روسیې پوځي چارواکي ویلي له ازوفسټال د وتلو لار به د مې پر ۵مه، ۶مه او ۷مه نېټه د مسکو پر مهال د سهار له اتو د ماښام تر شپږو پرانیستې وي.

روسي ځواکونه به په دې موده کې جګړه نه کوي‌ او تر یوه خوندي ځایه به شاه ته کېږي.