تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې دفاع وزارت یو ځل بیا په ماریوپول کې اوکراييني پوځيانو ته ضرب الاجل ټاکلی
د روسیې دفاع وزارت د هغو اوکراییني پوځیانو ته د تسلیمېدو لپاره نوی ضرب الاجل ټاکلی، چې د محاصره شوي ساحلي ښار ماریوپول د دفاع لپاره په یوه ستره صنعتي فابریکه کې دي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې دفاع وزارت یوې خبر پاڼې یادونه شوې، چې په دې هکله په کې ویل شوي دي: ''د روسیې وسله وال ځواکونه د اصلي بشري اصولو له مخې یو ځل بیا د بهرنیو وسله والو او توکمپالې ډلګۍ ته وړاندیز کوي چې د اپریل پر شلمه د مسکو پر وخت تر دوو بجونو پورې پوځي فعالیتونه ودروي او وسله پر ځمکه کېږدي. ''
د وزارت یوه اعلامیه وايي، د سې شنبې پر ورځ ان یوه اوکراییني سرتېري هم دا ډول وړاندیز نه دی منلی.
رپوټونو کې ویل شوي، د روسیې پلوي ملېشه ځواکونه هڅه کوي پر ازوستال نومي فولادو سترې فابریکې یرغل وکړي چې اوکراییني ځواکونه او ملکي کسان پکې دي.
بل لور پر ټیلګرام خواله رسنۍ د ماریو پول ښاري شورا یوه پیغام کې ویلي، سره له دې چې ګڼ شمېر روسي ځواکونه په ماریو پول کې دي، دوی لا هم نه دي توانېدلي ماریو پول ونیسي او ځکه ''دوی غواړي فولادو کارخانه هواره کړي. ''
په پیغام کې دغه راز ویل شوي، روسي ځواکونه دا پروا هم نه کوي، چې په کارخانه کې ملکي خلکو هم پناه اخیستې.
زېلینسکي: که مو ښې وسلې درلودلای، جګړه به مو لا مخکې ختمه کړې وه
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، ''څومره چې امکان لري، هغومره حالت سخت دی، هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی '' او د زرګونو ملکي خلکو برخلیک لا هم معلوم نه دی.
خپلو هېوادوالو ته په شپنۍ ویډیويي وینا کې ولسمشر زېلینسکي وویل که اوکراییني پوځ هغسې ښو وسلو ته لاسرسی درلودلای ''لکه روسي پوځیان یې چې لري، موږ به لا مخکې دا جګړه ګټلې وه. ''
ښاغلي زېلینسکي زیاته کړه: ''زما په هره مرکه کې او داغه راز د ولسواکې نړۍ له مشرتابه سره خبرو کې، دا انصاف نه دی چې اوکرایین د هغه څه غوښتنه وکړي، چې متحدین یې له کلونو راهیسې ټولوي. ''
نوموړی وايي که دغه هېوادونه داسې وسلې او تجهیزات لري، چې اوکرایین ورته اړتیا لري، ''دا د دوی اخلاقي مسوولیت دی، چې د زرګونو اوکرایینیانو ژوند او ازادي وساتي. ''
نوموړي زیاته کړه، که اوکرایین راتلونکو اونیو کې هغه وسلې ترلاسه کړي، چې ژمنه یې ورسره شوې ده، د زرګونو خلکو ژوند به وژغورل شي.