تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسيې پر کيېف او لويو تازه بريدونه کړي دي
له اوکرايين تازه راپورونه ښيي چې د دغه هېواد په پلازمېنه کيېف او لويو ښارونه روسیې تازه هوايي بريدونه کړي دي.
ويل کېږي په دې بريدونو کې پوځي او صنعتي تاسيسات په نښه کړل شوي دي.
د کيېف ښاروال ویتالي کليتشکو وايي په بريدونو کې يو کس وژل شوی او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې اعلان کړی چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن یې دغه هېواد ته له ورتګ بند کړی دی.
د روسیې حکومت ویلي دا ګام یې د اوکرایین جګړې په تړاو د بریتانیا د 'له دښمنې ډک' چلن په ځواب کې پورته کړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي پر ښاغلي جانسن سربېره د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګدون د دغه هېواد لس نور چارواکي او سیاستوال هم روسیې ته له ننوتلو منع شوي.
په دې تړاو د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي دا ګام "د بریتانیا حکومت بې ساري خصمانه عمل، په ځانګړې توګه (د دغه هېواد لخوا) د روسیې پر جګپوړو چارواکو د بندیزونو لګېدو ته په کتو پورته شوی دی."
روسیې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن او یو شمېر نور امریکايي چارواکي هم دغه هېواد ته په ورتګ بند کړي دي.
اوکرایین جګړه او مرګژوبله
په ورته وخت کې رپوټونه وايي روسي ځواکونو د اوکرایین پلازمېنه کيېف کې تازه بریدونه کړي دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد دفاع وزارت په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې د وسلو جوړولو کارخونې او د پوځي تجهیزاتو د ساتنې زېرمتونو په ګډون ۱۶ اهداف لمنځه وړل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د اوکرایین د سویل میکولایف ښار کې هم د پوځي تجهیزاتو د رغولو یوه ورکشاپ په نښه شوی دی.
له دې سره ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې یې د نږدې ۲۰۰۰ ملکي کسانو مړینه ثبت کړې ده.
خو دغه سازمان په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړی چې د ملکي مرګژوبلې "کره شمېر تر دې ډېر لوړ دی."
ملګرو ملتونو ویلي چې په وژل شویو کې ۱۶۲ او د ۲۶۵۰ ټپیانو له ډلې ۲۵۶ ماشومان دي.
له دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي ويلي و چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې تر درې زره پورې اوکراییني پوځیان وژل شوي دي.
نوموړي له سي این این خبري شبکې سره یوه مرکه کې له دوه نیم زرو تر درې زرو پورې د پوځيانو یادونه کړې، چې وژل شوي دي.
نوموړي په دې مرکه یو ځل بیا د روسيې د احتمالي اتومي برید خبرداری هم ورکړی.