تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې ځوابي ګام؛ مسکو د ۱۸ لوېدیځو ديپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ
د روسیې حکومت اعلان کړی چې د بروکسل د "غېردوستانه ګام" ځواب کې له خپلې خاورې د اروپايي ټولنې ۱۸ دېپلوماتان باسي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ ویلي دغه دېپلوماتان به "نږدې راتلونکې" کې له مسکو وایستل شي.
اروپايي ټولنې څو ورځې وړاندې د روسیې ۱۹ دېپلوماتان "غیر مطللوب" عناصر وبلل او هغوي یې تورن کړل چې له خپل دېپلوماتیک درېځه د نورو اهدافو لپاره ګټه اخلي.
اروپايي ټولنې له دغو کسانو غوښتي و چې د دې ټولنې له مرکز "بروکسل" ووځي.
د اوکرایین بوچا ښار کې د ډله ییزو قبرونو تر موندل کېدو وروسته اروپايي هېوادونو له ۲۰۰ ډېر روسي دېپلوماتان او د سیاسي استازولیو کارکوونکي شړلي دي.
پر اوکرایین له برید وروسته له امریکا او اروپايي ټولنې سره د روسیې اړیکي خورا ترینګلي دي.
امریکا ته د روسیې خبرداری
امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي روسیې د امریکا ته، اوکرایین ته د وسلو لېږلو د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.
د دې ورځپاڼې د رپوټ له مخې مسکو واشنګټن ته ویلي چې پر وسلو د اوکرایین سمبالول به "نه اټکلېدونکې پایلې" ولري.
له دې سره واشنګټن پوست ویلي داسې دیپلوماتیک یاداښت یې کتلی چې مسکو پکې ویلي (اوکرایین ته) د حساسو پوځي سیستمونو لېږدول او ځای پر ځای کول د جګړې اور ته لمن وهي.
مسکو ناټو تورنوي چې د "وینې توېدو" د دوام لپاره پر اوکرایین فشار راوړي چې روسیې سره د سولې له خبرو اترو شا ته شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې پر ورځ اوکرایین ته د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د لېږد اجازه ورکړه.
په دغو مرستو کې توپخانې، زغره وال ګآدي او بې پیلوټه الوتکې شاملې دي.
له دې سره د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د لویدیځو هېوادونو له ملاتړ د مننې ترڅنګ له هغوی غوښتي چې روسیې سره د مقابلې لپاره جنګي جټ الوتکې او درنې وسلې ورکړي.
کیېف کې د توغندیو پر کارخونه د روسیې برید
د روسیې دفاع وزارت وايي د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې یې د الوتکو او بېړیو ضد توغندیو د جوړېدو پر یوه کارخونه برید کړی دی.
دا برید تر هغې څو ساعته وروسته شوی چې روسیې د ماسکوا په نوم د خپلې سترې جنګي بېړۍ د ډوبېدو خبر تائید کړ.
اوکرایین ادعا کړې وه چې دا بېړۍ یې ویشتلې، خو روسیې پکې د اورلګېدو خبره کړې وه.
ماسکوا له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د روسیې لومړنۍ جنګي بېړۍ ده چې دوبه شوه.
له دې سره د روسیې دفاع وزارت ګواښ کړی چې که اوکرایین یې پر خاوره بریدونو ته دوام وکړي، نو ځواب کې به یې پر کیېف پیاوړي راکټي بریدونه ډېر کړي.
روسي ځواکونو ویلي کیېف کې یې د توغندیو د تولید په کارخونه وروستی برید هم د اوکرایین د پوځي چورلکو لخوا د دوی پر یوه کلي د برید غبرګون کې کړی.
روسي چارواکو د پنجشنبې پر ورځ وویل چې دوه اوکراییني چورلکې بریانڅک سیمه کې ۱۰ کیلومتره د دوی خاورې ته ننوتي او کلیوو کلي کې یې پر استوګنیزو سیمو بریدونه کړي.
خو اوکرایین د دغه برید د مسوولیت له منلو انکار کړی او ویلي یې دي چې روسیه د اوکرایین ضد اقداماتو ته توجیه لټوي.
بي بي سي په خپلواک ډول دا ادعاوې نه شي تائیدولی.