تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسلام پیغمبر په اړه د هندۍ چارواکې څرګندونې ناندریزې شوې؛ اسلامي هېوادونو یې غندنه کړې
د نړۍ یو شمېر اسلامي هېوادونو چارواکو د هند د واکمن (بي جې پي) ګوند د یوې چارواکې هغه څرګندونې غندلې دي چې تېره میاشت یې د اسلام د پیغمبر (ص) په اړه کړې وې.
د (بي جې پي) ګوند مرکزي ویاندې نورپور شرما دا څرګندونې تېره میاشت هند کې د یو متنازع جومات په اړه یو تلویزیون بحث کې کړې وې.
نوموړې په دې بحث کې د یو بل ګډونوال د څرګندونو په ځواب کې په قرآن شریف کې د معراج پېښې او همدا راز د اسلام د پیغمبر (ص) د ودونو په اړه غږېدلې.
که څه هم دا تلویزیوني بحث تېره اونۍ ثبت شوی او خپور شوی، خو د شنبې له ورځې راهیسې دې د يو شمېر هېوادونو چارواکو د اغلې نورپور شرما د څرګندونو غندنه کړې ده.
افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه د دغه کړنې غندنه کړې او "د هند له حکومته يې غوښتي چې متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې د اسلام مبارک دين ته سپکاوي وکړي او د مسلمانانو احساسات وباروي".
له دې غبرګونونو وروسته د (بي جې پي) ګوند اعلان کړی چې د اغلې نورپور شرما د ګوند غړیتوب یې ځنډولی او د ویاندې دنده یې هم ورنه اخیستې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د (بي جې پي) ګوند د دې چارواکې د څرګندونو سخته غندنه کوي.
نوموړي تور لګول چې د نرېندرا مودي په واکمنۍ کې په هند کې مسلمانان وژل کېږي او دیني ازادۍ یې ورنه اخیستل کېږي او نړۍ باید د دې وضعیت پوښتنه وکړي.
بل لور ته د قطر حکومت په دې هېواد کې د هند سفیر احضار کړی او د (بي جې پي) ګوند د مرکزي ویاندې ناندریزو څرګندونو په اړه یې وضاحت غوښتی دی.
بل لور ته داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې یو شمېر خلیجي هېوادونو کې په لویو پلورنځایونو کې پر هندي تولیداتو بندیزونه لګېدلي دي.
په سعودي عربستان کې بیا خلکو پر ټوېټر هشټک پیل کړی او غوښتنه کوي چې د اسلام د پیغمبر (ص) سپکاوی دې بند کړل شي.
پاکستان کې هم پر خواله رسنیو کې ګڼ شمېر کسانو غوښتنه کړې ده چې نورپور شرما دې ونیول شي او د دې ناندریزو څرګندونو سزا دې ورکړل شي.
له دې نړیوالو غبرګونو وروسته د هند واکمن (بي جې پي) ګوند یوه لنډه اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې نورو ادیانو ته سپکاوی د دوی د سیاسي منشور برخه نه ده.
په اعلامیه کې تینګار شوی چې په هند کې د ګڼو ادیانو خلک له پېړیو راهیسې یو ځای ژوند کوي او د ټولو وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ خوندي دي.
دا تازه ناندرۍ داسې مهال پیل شوې چې په هند کې وار د مخه د واکمن (بي جې پي) ګوند او د دې هېواد د مسلمانانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
هندي مسلمانان نیوکه کوي چې واکمن ګوند د هندو سخت دریځو په لاس کې دی او مسلمان لږکي یې د ژوند په ټولو برخو کې په لوی لای څنډې ته کړي دي.