تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند یوه ایالت کې حکومت ولې د ځایي مسلمانانو کورونه نړوي؟
د هند په دویم ګڼ مېشتي ښار مدیه پرادیش کې په یو ځلې د ګڼو مسلمانانو کورونه او هټۍ دولتي بیلدوزوو نړولي دي.
د اپریل په لسمه دغه پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه ورځ مخکې هلته د هندو مذهبو "رام ناوامي" په نامه فسټوال روان و.
خواله رسنۍ د هغو زیړ رنګه بیلډوزرو په انځورونو ډګې شوې چې د ځایې مسلمانانو په کورونه ورغلل او د اوسېدونکو له ژړا زاریو سره سره یې ونړول.
د پیښې یو تن قربان هم ۷۲ کلن شیخ محمد رفیق دي. ښاغلی رفیق سهار داسې مهال له خوبه را پاڅېد چې یو شمیر خلک راغلي وو چې هټۍ یې ونړوي.
رفیق او زامن یې په مدیه پرادیش کې د حلال څښاک هټۍ لري او وایې همدا روژه یې د ګټې وټې میاشت ده.
خو خبر نه وو چې د دوشنبې سهاروختي پولیس راځي څو یې هټۍ ونړوي.
"موږ ویده وو چې لوړ غږ مو واورید، یو کس لګیا وو زموږ دوازه یې ماتوله ، موږ دومره ویریدلي وو چې هیڅ خبرې مو نشوای کولای، یوازې موږ ورته کتل او دوي هرڅه ماتول."
لانجه هغه مهال پیل شوه، کله چې یو ګڼ شمېر هندو مذهبو سخت دریځو د ګاونډیو مسلمانانو په کورونو او جوماتونو هجوم ور وړ، د لږکیو په ضد یې له کرکې ډکې سندرې غږولې او پر ضد یې شعارونه ورکول.
وروسته بیا په ځینو سیمو کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ نښتې هم رامینځته شوې، په یوه او بل یې د ډبرو ګذارونه وکړل.
د شهبازخان په نامه یو بل ځایي اوسیدونکی وایي، هندو سخت دریځو یې د جومات منارې ماتې کړې او هر ځای چې مسلمانان لیدلي په ډبرو یې ویشتلي دي.
هغه وایي، ځينې دا سخت دریځي له لرې سیمو او نورو ښارونو هلته ورغلي وو.
خو د دوي لپاره دا سزا وروستۍ نه وه بلکې په سبا یې لدې نه له سخت حالت سره مخ شول، کله چې دولتي بیلډوزر راغلل او د دوي کورونه او هټۍ یې هم ونړولې.
"زما میرمنې او خور پولیسو ته زارۍ کولې چې اجازه ورکړي چې ځینې اړین توکي ورسره واخلي، یوازې اجازه ورکړي چې له کور قران کریم ورسره واخلي خو دوي هیڅ غوږ ورته نه نیوه، زموږ غږ هیڅوک نه اوري، کله چې د پولیسو مرکز ته ورشو بېرته مو راوشړي."
ډېر مسلمانان هندي پولیس تورنوي چې سخت دریځو هندوانو ته یې اجازه ورکړې چې په دوي بریدونه وکړي.
په خواله رسنیو هم د دغو بریدونو ګڼې له تاوتریخولي ډګې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي دي.
ځایې حکومت وایې د کورونو نړولو سزا هغوي ته مناسبه ده چې له خپلو کورونو په خلکو د تیږو ګذارونه کوي.
په مدیه پرادیش کې د واکمن بي جي پي ګوند چارواکي بیا په ښکاره هلته مېشت مسلمانانو تورنوي او د دې ګوند د کورنیو چارو ایالتي وزیر وایې: " که مسلمانانو همدارنګه بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی به بیا له عدالت څخه خوندي پاتې نشي. "
مسلمانانو ته د حکومت پیغام ښکاره دی:
"که په هر ډول مو موږ تر پوښتنې لاندې راوستو او یا مو وننګولو، موږ بیا تاسو پسې هم راځو، ستاسو کورونه، د ژوند وسایل درنه اخیستی شو او تاسو هم له ځان سره بیولی شو."
دغې چارې په هند کې د نرېندرا مودي واکمن بي جي پي ګوند پر ضد د دو سوو میلیونو هندي مسلمانانو غوسه راوپاوله.
په ښکاره ډول د حکومت لخوا د خلکو د کورونو ورانولو ګڼې اندېښنې هم راپورته کړې او شنونکي وایي حکومت د دې کار لپاره هېڅ ډول قانوني مجوز نه لري.
د انډهور ښار یو تن وکیل 'اشهر وارثي' دا کار مسلمانانو ته په ډله ییزه توګه د سزا ورکول بولي. هغه وايي "تاسو د ټولنې یوه برخه خلک په ډير نامناسب ډول او پرته له دې چې کوم قانوني جواز ولرئ مجازات کوئ دا نه یوازې چې غیرقانوني کار دی بلکې ډير خطرناک هم دی."
مسلمانان وایي حکومت یوازې دې فرصت په تمه وو چې داسې ګډوډي رامنځته شي او دوی هلته ځایي مسلمانانانو ته تر ټولو بده سزا ورکړي.
خو یو شمېر نور بې پلوه خلک بیا دواړه خواوې ګرموي چې د تاتریخوالي دا لړۍ یې دومره لویه او سخته کړې.
له دې وړاندې هم په هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ دا ډول او یا هم له دې بدې خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.
شنونکي وایې له هغې راهیسي چې په دې هیواد کې د نرېندرا مودي بي جي پي ګوند واک ته رسیدلی، د مذهبي شخړو پېښې زیاتې شوې دي.