بنګله دېش کې اور او چاودنه؛‌ ۴۹ کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان دي

د بنګله دېش د سویل ختیځ په سیتاکنډا ښار کې یوې چاودنې لږترلږه ۴۹ کسان وژلي او سلګونه نور ټپي کړي دي.‌

دا چاودنه یوه ګودام کې شوې.

د رپوټونو له مخې تر چاودنې وړاندې دې ځای کې اورلګېدلی و چې وژلو ته یې د اور وژنې عمله هم ورغوښتل شوې وه.

ویل کېږي‌ چاودنه داسې مهال وشوه چې سلګونو اور وژونکو،‌ پولیسو او نورو مرستندویانو د اور کنټرولولو هڅه کوله.‌‌

د ځايي روغتون یوه ډاکتر د ځینو ور وړل شويو ټپیانو حالت نازک ښودلی.

‌چارواکو رسنیو ته ویلي چې ګڼ کسان لادرکه دي او ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر تر دې ډېر لوړ شي.

په لادرکه کسانو کې ژورنالیستان هم شامل دي چې د اورلګېدني خبري پوښښ ته تللي وو.

تر اوسه دغه زېرمتون کې د اور لګېدلو لامل مالوم شوی نه دی.‌ خو د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې هلته ځینو کانتینرونو کې کیمیاوي توکي ساتل کېدل.

دا چاودنه دومره زوروره وه چې ځینو کسانو په ۲۰۲۰ کال د بیروت بندر کې له سترې چاودنې سره پرتله کړې ده.‌

ډاکه کې د بي بي سي خبریال اکبر حسین وايي‌ خلکو د پېښې له ځای ۳۰ - ۴۰ کیلومترو لېرې د دې چاودنې د غږ اورېدو راپور ورکړی دی.‌‌

سیتاکنډا د بنګله دېش د دویم ستر ښار چیتاګونګ په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی.‌

د دغه زېرمتون مدیر مجیب الرحمن اې اېف پي ته ویلي چې هلته شاوخوا ۶۰۰ کسانو کار کاوه.‌

په ګودام کې لګېدلي اور تر چاودنې وروسته هم ساعتونه لګېدلی و او اور وژونکو یې د یکشنبې تر سهاره د وژلو هڅه کوله.‌

بنګله دېش چې دا ډول خونړۍ پېښې ډېرې کېږي.

‌تېر کال د دغه هېواد سویل کې په یوې بېړۍ کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي وو.‌

پلازمېنې ډاکې ته څېرمه د روپګنج ښارکوټي یوې فابریکې کې هم د تېر کال اورلګېدنې ۵۲ کسان وژلي وو.‌

تر هغې ورمخکې ۲۰۲۰ کال چیتاګونګ ته نږدې د پاتېنګا سیمې یوه زېرمتون کې د تېلو ټانکر کې چاودنې هم مرګژوبله اړولې وه.‌