تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"مېړه مې سګرېټ څکول، زه يې په سرطان اخته کړم"
"له پوزې ساه نه شم اخيستی. په مرۍ کې مې د سټوما په نوم یو سوری دی، له هغې لارې ساه اخلم. "
دا خبره ۷۵ کلنه نلېني ستیاناراین کوي. نلېني سګرېټ نه څکوي خو د خپل ودني ژوند په ۳۳ کالو کې د دویم لاس سګرېټو لوګي اغېزمنه کړې وه. دا په ۲۰۱۰ کې د خپل مېړه له مړینې پنځه کاله وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شوه. نلېني چې اوس د هند په حیدراباد ښار کې اوسېږي په دې اړه بي بي سي ته وویل: "مېړه به مې ډېر سګرېټ څکول. له دې نه وم خبره چې د هغه سګرېټ څکول به پر ما دومره بد اغېز کوي. زه د هغه روغتیا په اړه اندېښنه وم او ورته به مې ویل چې سګرېټ څکول بند کړي خو عادت یې بدل نه شو."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي - هر کال تمباکو په نړیواله کچه ۸ میلیونه کسان وژني.
له دوی یې ۱.۲ میلیونه هغه کسان دي چې په خپله سګرېټ نه څکوي خو د دویم لاس سګرېټو لوګی اغېزمن کړي. ډېر نور د تمباکو له لاسه پیدا شویو ناوړه ناروغیو کړېږي.
د تمباکو نه کارولو په نړیواله ورځ موږ د هغو خلکو کیسې راسپړو چې په خپله تمباکو نه کاروي خو بیا یې هم له ناوړه اغېزو برخمن دي.
د غږ له لاسه ورکول
نلېني خپلې لمسۍ جاناني ته د خپل ژوند کیسې کولې چې وپوهېده غږ یې د پخوا په څېر نه دی. ژر وروسته دې په روښانه ډول د خبرو وړتیا له لاسه ورکړه او د خبرو پر مهال به یې ساه هم لنډېده. ډاکټرانو ورته وویل چې په توراسېک سرطان اخته ده.
"غږ مې له لاسه ورکړ. ډېره زړه ماتوونکې وه. ډاکټرانو راته وویل چې خپل پخوانی غږ به هېڅکله بیا ونه لرم."
جاناني چې اوس ۱۵ کلنه ده په یاد یې دي چې په نیا یې هغه وخت سملاسي څه وشول.
دا وايي: "کله چې لومړی په سرطان اخته شوه نو ډېر وخت لپاره کور کې نه وه. چې بېرته راستنه شوه نو زه څلور کلنه وم. په مېده کې یې ټیوب (طبي پایپ) لګېدلی وو، د بدن هره برخه کې ټیوبونه لګېدلي وو، موږ اړ وو چې خپل کور ژر ژر پاک کړو، یوه نرسه یې هم د خدمت لپاره تل زموږ کور کې وه. فکر کوم ما هغه وخت دا نه وه درک کړې چې حالت یې څومره جدي دی."
توراسېک سرطان
نلېني اړینه طبي مرسته ترلاسه کړه او وتوانېده چې یو وار بیا د مصنوعي غږیزې بکسې له لارې خپل اواز ولري. دې ته مالومه وه چې د ناروغۍ لامل یې څه دی.
نلېني وايي: "د مېره له لاسه په سرطان اخته شوم. سګرېټ څکوونکي خطرناک دودونه بهر وباسي او تر څنګ یې نور خلک هوا سره یو ځای کشوي."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، "د تمباکو ټولې بڼې ناوړه اغېزې لري او د خوندي کارولو لپاره یې کومه اندازه نشته. "
انجلا شبانو چې د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايۍ څانګه کې د تمباکو د مخنیوي برخې کارکوونکې ده وايي: "د تمباکو دویم لاس لوږی څه باندې ۷۰۰۰ کیمیاوي مواد لري چې نژدې ۷۰ یې د سرطان لامل کېدلی شي. تمباکو نه کاروونکي چې کله د دویم لاس دود تر اغېز لاندې راشي نو دا یې د سږو سرطان پیدا کېدو خطر له ۲۰ تر ۳۰ سلنې لوړوي. "
د تمباکو لوږی زموږ د زړه پر روغتیا هم اغېز کوي.
نوموړې زیاتوي:
"د تمباکو دوی لاس لوږی که ان تر یوه ساعته هم کش کړو نو کولی شي زړه ته د تلونکو رګونو داخلي برخه اغېزمنه کړي چې د زړه د حملې لامل کېدای شي. "
د ماشومانو مړینه
د ملګرو ملتونو د روغتیا اداره وايي د تمباکو دویم لاس لوږی هر کال ۶۵ زره ماشومان وژني. هغه ماشومان چې د تمباکو لوږي اغېزمن کړي وي نو دوی د نورو پرتله ډېر د غوږ په ناروغۍ اخته کېدای شي چې کولی شي له امله یې د اورېدو وړتیا کمه شي او یا په بشپړ ډول کاڼه شي.
د روغتیا نړیوالې ادارې کارکوونکې انجلا شبانو په دې اړه وايي:
"ماشومان له ۵۰ تر سل فیصده ډېر دې خطر سره مخ وي چې په ساه لنډۍ یا استما اخته شي او یا ژر مړه شي. "
د سګرېټو په څکولو بندیز
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سګرېټ څکوونکو او نه څکوونکو دواړو ډلو کې پیاوړی ملاتړ شته چې د تمباکو په کارولو بشپړ بندیز ولګېږي.
اغلې شبانو وايي "د سګرېټو له لوږي پاک چاپېریال یوازینۍ اغېزمنه لار ده چې د سګرېټو نه څکوونکو کسانو روغتیا ډاډمنه کړو."
نوموړې زیاتوي:
"هېڅ چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو او یا مو د ماشومانو څنګ ته سګرېټ وڅکوي. پاکه هوا بنسټیز بشري حق دی. "
خو، پر تمباکو بندیز لګول اسانه کار نه دی. د ګرانډ ویو رېسرچ ادارې یوې نوې څېړنې ښوولې چې په ۲۰۲۱ کې د تمباکو صنعت ۸۵۰ میلیارد ډالره ارزښت درلود.
دا د افریقا تر ټولو ګڼ وګړیز هېواد نایجېریا د اقتصاد او سړي سره ناخالص عوایدو نژدې دوه برابره کېږي.
د ګرانډ ویو رېسرچ ادارې څېړنه کې راغلي چې تقاضا کې زیاتوالی افریقا او اسیا کې مخ پر ودې هېوادونو کې د تمباکو ډېرېدونکي استعمال له امله دي.
د خپلې سوداګرۍ د خوندیتوب او ساتنې لپاره د تمباکو لوی شرکتونه د بندیز پر وړاندې مبارزه کوي او تر ډېره په دې برخه کې بریالي شوي هم دي.
اوږد او ستونزمن مزل
اینورو التیبایوا کرغېزستان کې د پارلمان غړې ده. په ۲۰۱۸ کې دا د هغو پارلمان غړیو له ډلې وه چې په عامه ځایونو کې یې د سګرېټو پر څکولو بندیز لپاره د نوي قانون پلي کولو غوښتنه کړې وه.
نوموړې ویلي وو چې تمباکو یې هېواد کې هر کال ۶۰۰۰ کسان وژني او بندیز کولی شي د تمباکو کارول لس سلنه راکم کړي.
خو، پر وړاندې یې سخته مبارزه وشوه. دا وايي:
"تمباکو صنعت سره د پارلمان ځینو غړیو د اړیکو له امله دا وړاندیز د پارلمان کمېټې ته ولاړ چې تر ډېره یې موخه د قانون پلي کولو کې د ځنډ رامنځته کول وي. د اقتصاد وزارت کارکوونکو هم عوایدو کې د کمښت په اړه اندېښنه ښوولې وه."
اغلې التیبایوا په دې اړه وايي: "ځینو خلکو ټولنیزو رسنیو کې پر ما او د کورنۍ پر نورو غړو لفظي بریدونه وکړل او ویې ګواښلو."
دې په هوډ مبارزه وکړه او ۲۰۲۱ کې دا قانون پلی شو. التیبایوا وايي کار یې نه دی بشپړ، نوموړې د عامه پوهاوي کمپاین چلوي چې خلک د تمباکو نه کارولو ته وهڅوي، او ملاتړي یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
نوموړې زیاتوي:
۲۰۱۳" کې یوې سروې ښوولې وه چې د سړو تر منځ د تمباکو کارول ورځ تر بلې کمېږي خو د ښځو تر منځ بیا په زیاتېدو دي."
ورو وده
د تمباکو له امله د مړینو راکمولو په برخه کې د نړیوالو هڅه پایله کې ۲۰۰۵ کې د تمباکو کنترول یوه اداره پرانېستل شوه چې تر اوسه یې ۱۸۲ هېوادونو غړیتوب اخېستی. دا اداره وايي هېوادونه باید عامه ځایونو کې پر سګرېټو بندیز لګولو تر څنګ لا نور ډېر څه وکړي.
اسټرالیا مېشتې ډاکټره مېري اسونتا چې د تمباکو کنټرول یوې نړیوالې غیر دولتي ادارې کارکوونکې ده وايي: "په سګرېټو بشپړ بندیز د خلکو دې حق ته درناوی دی چې پاک چاپېریال کې ژوند وکړي."
"پر تمباکو بندیزونه به د مړینو په راکمولو کې هغه وخت اغېزمن وي چې په دې تړاو د عامه پوهاوي، د تمباکو په بازار موندنې اعلانونو بندیز او د سوداګریزې مالیې لوړول هم د تګلارې برخه وي."
که څه هم په نړیواله کچه د سګرېټو څکوونکو شمېر ورو ورو په کمېدو دی خو لا هم ۱.۳ میلیارده خلک سګرېټ څکوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د تمباکو لس سلنه کاروبار نه څارل کېږی چې له امله یې د ناوړه کیفیت تمباکو هم پلورل کېږي.
اسونتا هم پر چارواکو غږ کوي چې دې برخه کې دې لا جدي پام وکړي.
نوموړې وايي داسې ګڼې بېلګې شته چې د ماشومانو ګېمونو یا انټرنېټي لوبو او اپونو کې د تمباکو سوداګریز اعلانونه خپرېږي. نوموړې وايي:
"دا یو ډېر ظالمانه صنعت دی ځکه چې داسې یو توکی پلوري چې د پېرېدونکو نیمه برخه یې له وخته وړاندې وژني او آن هاغه کسان چې نه یې کاروي بیا یې هم له ناوړه اغېزو برخمن وي. د تمباکو صنعت باید اړ شي چې ټولنې ته د اوښتونکي تاوان په اړه ځواب ووايي."
مېړه مې نه دی پړ
بېرته حیدراباد کې، نلېني وايي د قانوني چلن په اړه فکر نه کوي. هغه لا هم مرۍ کې د سوري له لارې ساه اخلي. یوازې نرمه غذا خوړلی شي. خو، توانېدلې چې خپلواک ژوند وکړي او ځان د سرطان ماتوونکې بولي.
نوموړې ډېر وخت خپلو لمسیانو سره تېروي. لمسۍ یې جاناني وايي: "زه پرې ویاړم. نوموړې ډېرو ته الهام دی، هغه اوس هم هماغه پخوانۍ نیا ده. "
نلېني ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو ته ځي چې خلک د تمباکو دویم لاس لوږي د خطرونو په اړه وپوهوي.
سره له دې چې خپل طبیعي غږ یې له لاسه ورکړی او له ډېرو ستونزو تېره شوه خو بیا هم نلېني خپل مېړه سره کینه نه لري.
دا وايي:
"هېڅلکه مې مېړه سره د کینې احساس ونه کړ. د ژړا هېڅ ګټه نه وه ځکه چې ستونزه نه هواروي. ما حقیقت ومانه او د خپلې ناروغۍ په اړه مې له خبرو کولو هېڅلکه ډډه ونه کړه او پرې ونه شرمېدم."