تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۰۲۱ کال اوږدو کې ایران او سعودي عرب کې د اعدام سزاګانو شمېر زیات شوی
د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل وايي، د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو له نرمېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې په نړیواله کچه د اعدام سزاګانې ډېرې شوې او په ایران او سعودي عرب کې لوی شمېر دا ډول سزاګانې ورکړل شوې دي.
د یاد سازمان رپوټ ښيي د همدې کال اوږدو کې ۲۰ هېوادونو کې ۵۷۹ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې، چې د وړم کال پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
ایران کې تر ټولو ډېرې سزاګانې ورکړل شوې، چې شمېر یې ۳۱۴ ته رسېږي، دا په داسې حال کې ده، چې ۲۰۲۰ کال کې دې هېواد کې ۲۴۶ کسان اعدام شوي وو.
سعودي عرب بیا دغه ډول ۶۵ سزاګانې ورکړې، چې له دې د مخکې کال پرتله دا دوه برابره زیات شمېر دی.
د یادونې ده چې د مخکیني کال په څېر چین په دې لیست کې شامل نه دی.
په داسې حال کې چې باور کېږي هرکال زرګونو کسانو ته هلته د اعدام سزا ورکول کېږي، د اعدام سزا ورکولو شمېرې د دولتي راز په توګه خوندي ساتل کېږي.
د ایمنسټي مسوولینو په وینا د راز ساتنې له همدې امله د شمالی کوریا او ویتنام په هکله هم معلومات ترلاسه کول ناشوني دي، او باور دا دی چې په دې هېوادونو کې هم په پراخه کچه د اعدام سزا عملي کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د مخدره توکو په تړاو د اعدام سزا ډېر شوی شمېر ''له نړیوال قانونه څرګند سرغړاوی بللی، چې له عمدي قتل پرته په نورو جرمونو کې د اعدام سزا ورکول ممنوع بولي. ''
دغه سازمان په سعودي عرب کې د اعدام سزاګانو شمېر کې ۱۴۰ سلنه زیاتوالی یو داسې ''سخت دود '' بللی چې په وینا یې ۲۰۲۲ کال کې یې هم دوام درلود او یوازې په مارچ میاشت کې ۸۱ کسانو ته په یوه ورځ دغه ډول سزا ورکړل شوې.
په رپوټ کې ویل شوي، د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو له نرمښت وروسته د ۵۶ هېوادونو قاضیانو د اعدام سزاګانو ۲۰۵۲ قضیو پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.