تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د قاچاق په تور لسګونه افغانان اعدام شوي
په دې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۹۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي. په دې تور چې مخدره مواد یې هغه هېواد ته قاچاقول. تر اوسه ۳۰۰ نور لا هم، د افغانستان په دغه ګاونډي هېواد کې، بندیان دي. ویل کېږي د اعدام شویو لوی شمېر د افغانستان په شمال کې د تخار ولایت، د یوې ولسوالۍ دي. د دې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې ګواکې د خپلو ځینو دغو اعدام شویو خپلوانو مړي یې له ایرانه په پیسو اخېستې دي. زموږ همکار اولیا اطرافي تخار ته تللی و او له دغه ډول کورنیو سره یې خبرې کړي دي.