تحریک انصاف ګوند: عالي محکمه دې د پاکستان حکومت د لاریون مخنیوي ته نه پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مخالف تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد له عالي محکمې غوښتنه کړې چې حکومت پرېنږدي، د دوی د ګوند لخوا بلل شوي اوږد لاریون کې خنډ جوړ کړي. د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د مې تر ۲۵ نېټې پلازمېنې اسلام اباد ته په اوږد لاریون ورشي. د پاکستان حکومت ویلي مخه به یې نیسي.
د تحریک انصاف ګوند یو مشر اسد عمر ویلي: "په سوله ییز ډول احتجاج د هر پاکستاني حق دی او د پاکستان له عالي محکمې غواړو چې حکومت منع کړي تر څو ونشي کولی پاکستانیان له خپل دغه بنسټیز حقه محروم کړي."
بل پلو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله عمران خان په دې تورن کړی چې ګواکې غواړي د لاریون او احتجاج په پلمه هېواد کې سیاسي بې ثباتۍ ته لار هواره کړي.
دی وايي: "که چېرته عمران خان له قانونه د سرغړونې هڅه وکړي نو پر وړاندې به یې قانوني چلن کېږي."
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې پلازمېنې اسلام اباد ته په اوږد لاریون ورشي.
ښاغلي خان خبرداری ورکړی چې تر هغې به له خپلو پلویانو سره پلازمېنه اسلام اباد کې احتجاجي پرلت کوي چې د نویو ټاکنو لپاره نېټه نه وي اعلان شوې.
عمران خان د پاکستان پر پوځ هم غږ کړی چې له سیاسي پلوه بې پرې واوسي.
د تحریک انصاف لاریون به له کوم ځایه پیلېږي؟

د عکس سرچینه، EPA
د پي ټي ای یا پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او صوبايي وزیر عاطف خان بي بي سي ته ویلي، عمران خان له پېښوره د دې لاریون مشري کوي او د مې په ۲۵ به د لاریون ګډونوال له پېښور ښاره د اسلام اباد پر لور روانېږي.
لاریون سره به په لاره کې د احتجاجیانو نور کاروانونه هم یو ځای کېږي لکه له چارسدې، ملاکنډ، مردان او ډېره اسماعیل خان نه ورتلونکي لاریونوال به د پېښور-اسلام اباد په لاره کې د عمران په مشرۍ مرکزي لاریون سره یو ځای شي.
داسې رپوټونه هم شته که حکومت د لاریون مخنیوي لپاره سخت غبرګون وښيي او د پي ټي ای ګوند پلویان زنداني کړي نو کېدلی شي له لاریون وړاندې د عمران ځای ځایګي په اړه مالومات په ډاګه نه شي.
شونې ده چې عمران خان جلا اسلام اباد ته ورشي او هلته لاریونوالو سره یو ځای شي. ویل کېږي دې لاریون کې به لسګونه زره کسان برخه واخلي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند څه غواړي؟

د عکس سرچینه، PTI Official Twitter
د پي ټي ای ګوند مشرتابه له وخته وړاندې د ټاکنو غوښتنه کړې. دوی وايي د ټاکنو له لارې ټاکل شوی نوی حکومت به وکولی شي هېواد کې سیاسي او اقتصادي ثبات راولي.
دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې مرکزي او صوبایي اسمبلۍ منحل کړي او ژر تر ژره عمومي ټاکنو لپاره نېټه وټاکي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي ویلي، د روان کال سپټمبر پای او یا هم اکټوبر پیل کې باید عمومي ټاکنې وشي. نوموړی تور لګوي چې د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري له وخته وړاندې د ټاکنو مخالف دی.
د پي ټي ای ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، دی او پلویان به یې تر هغې اسلام اباد کې احتجاجي پرلت کوي چې د ټاکنو لپاره نېټه نه وي اعلان شوي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې د پرلت لپاره سرینګر های وی د ځای په توګه ټاکلې ده.
د حکومت غبرګون څه دی؟
د پاکستان حکومت ویلي د پي ټي ای احتجاجي پرلت او اوږد لاریون مخالف دي او مخنیوی به یې کوي.
د پاکستان ټول شموله واکمن حکومت له وخته وړاندې د ټاکنو غوښتنه هم رد کړې. د حکومت د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ویلي: "کله چې موږ وغواړو نو ټاکنې به هماغه وخت کېږي. د ټاکنو په تړاو د پرېکړو واک پي ټي ای سره نه بلکې حکومت سره دی."
د اسلام اباد پولیسو مشر امر کړی چې د مې له ۲۲ تر بلې پرېکړې باید د پلازمېنې د ټولو امنیتي کسانو رخصتۍ لغوه شي.










