پاکستان کې سیاسي کړکېچ؛ قریشي وايي، اصف زرداري او واکمن ګوند د بېړنیو ټاکنو مخه نیسي

محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکېني وزیر او د انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي ویلي چې په دغه هېواد کې بېړنۍ ټاکنې کېدلی شي خو د خلکو ګوند یا پيپل پارټي یې پر وړاندې خنډ ده.

شاه محمود قریشي بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د ټاکنو کمیسون هم منلې چې د روان میلادي کال د سپتمبر پای او یا هم د اکتوبر میاشتې په پيل کې بېړنۍ ټاکنې ممکنې دي خو پخوانی لومړی وزیر اصف علي زرداري یې مخه نیسي.

ښاغلی قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ده د ګوند مشر او مخکېني لومړي وزیر عمران خان هم په پاکستان کې د بېړنیو ټاکنو غوښتنه کړې. خو په اوسني حکومت کې ګډو ګوندونو یې په غبرګون کې ویلي چې دوی ونه غواړي، ټاکنې نه شي کېدلی.

ښاغلي قریشي د پيپل پارټۍ یا د خلکو ګوند تورن کړی چې ګواکې مشر یې اصف علي زرداري غواړي، هم مسلم لیګ [ن] ګوند واکمن پاتې شي او هم د ده خپل ګوند یاني پيپل پارټي هم پرته له کوم سیاسي تاوانه ځان په واک کې ورشریک وساتي.

دی وايي، اصف علي زرداري فکر کوي چې که بېړنۍ ټاکنې وشي نو د ده ګوند ته به تر سند ایالت پرته هېڅ کومه څوکۍ په لاس ورنشي.

شاه محمود قریشي په لندن کې له نواز شریف سره د د دغه ګوند د مشرانو لیدنې ته په کتو ویلي چې، د پيپل یا خلکو ګوند له نواز شریف په پنجاب ایالت کې واک غوښتی او دا د دې ښکارندويي کوي چې د اصف علي‌ زرداري ګوند هلته خپله ماته منلې ده.

د انصاف ګوند دغه مرستیال مشر همدا راز ویلي، مسلم لیګ [ن] او پيپل پارټي یا د خلکو ګوند دواړه هغه واکمنې کورنۍ دي چې نه د پاکستان د اقتصاد او نه یې هم د سیاست ‌په ګټه دي بلکې ادعا یې کړې چې بهټو او شریف دواړه کورنۍ د خپلو شخصي ګټو ایجنډا لپاره کار کوي.

خو د واکمن ګوند چارواکي بیا وايي، ټاکنې به هله کېږي چې د دوی زړه وي.

د پاکستان د ګډ حکومت د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ویلي، "په خلاصو غوږونو یې واورئ، ټاکنې به هله کېږي چې موږ یې وغواړو".

اغلې اورنګزیب د بېړنیو ټاکنو په اړه د مخالف انصاف ګوند د مشرانو د څرګندونو په غبرګون کې همدا راز ویلي، "د ټاکنو اعلان به موږ کوو. که ژاړئ، که چغې وهئ، که چوئ او که رغېږئ، د ټاکنو پرېکړه به حکومت او ملاتړي ګوندونه کوي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

مریم اورنګزیب همدا راز ویلي، "ټاکنې مو که کولې نو هغه وخت به مو کړې وای چې په څوکۍ پورې نښتي وئ او واک او اختیار مو درلود".

دا په داسې حال کې ده چې بې واکه شوي مخکېني لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی چې د خپلو اعتراضي غونډو په ترڅ کې د مئ پر ۲۵ اسلام اباد ته له خپلو ملاتړو سره روان دی.

په دې اړه د پاکستان د مسلم لیګ [ن] ګوند رسمي ټوېټر پاڼه باندې په پرله پسې ټوېټونو کې اغلې اورنګزیب ویلي، "د ټاکنو په اړه اوس ستاسې په اختیار کې هېڅ شی نشته. څلور کاله د ملت لوټلو والا اوس د مئ پر ۲۵ د اسلام اباد لوټلو ته روان دی. عمران خان د خپلې څلور کلنې دورې د ناکامیو، ناغېړیو او فساد بښنې ته اسلام اباد ته را روان دی".