عمران خان: د وژلو توطیه مې روانه ده

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د وژلو توطیه یې روانه ده. عمران خان تېره شپه سیالکوټ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل له دغه پلانه څو ورځې وړاندې خبر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه یوه ثبت کړې ویډیو کې یې چې اوس خوندي ځای کې ایښې، د هغو ټولو کسانو نومونه اخیستي چې د ده په خبره دې توطیه کې لاس لري.

عمران خان ویلي د وژلو پلان یې د بندو دروازو تر شا،‌ پاکستان کې دننه او له دغه هېواده بهر جوړ شوی دی.‌

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وايي که پر ده څه وشي،‌ نو دا ویډیو به د ولس مخې ته کېښودل شي.

هغه ویلي دا ویډیو یې ځکه ثبت کړې،‌ چې پاکستان کې هېڅ وخت "ځواکمن" نه نیول کېږي.

عمران خان وايي له لیاقت علي خان رانیولې تر اوسه، پاکستان کې‌ په ورته ټولو پېښو کې ځواکمن مجرمان ازاد او کمزوري کسان نیول شوي دي.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر په زغرده نه دي ویلي چې د وژلو توطیه کې یې په پاکستان کې دننه او له دغه هېواده بهر څوک ښکېل دي.‌

هغه تېره میاشت د قامي اسمبلۍ لخوا له بېواکه کېدو وړاندې او راوروسته ادعا کوي‌ چې امریکا یې خلاف وه او په کور دننه ځینې کړی ورسره ملګرې دي.‌

نوموړي په دې وروستیو کې د پاکستان پر ځواکمن پوځ هم له دې کبله نیوکې پیل کړې چې ګوندې د ده د بېواکه کېدو د توطیې مخه یې نه ده نیولې.

د حکومت غبرګون

رانا ثنا اللہ
د عکس تشریح، د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله

پاکستان کې د اوسني حکومت دفاع وزیر خواجه اصف د عمران خان د وژلو د توطیې اړوندې څرګندونې "سیاسي شعبده بازي" بللې ده.‌

هغه ویلي عمران خان چې د کومو پټو لاسونو خبره کوي، حقیقت کې نشته.

خواجه اصف جیو نیوز خصوصي تلویزیون سره خبرو کې ویلي تر عمران خان وړاندې هم ګڼو خلکو دا "سیاسي شعبده بازې" کړې.‌

بلخوا د‌ پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله بیا وايي‌ حکومت چمتو دی چې د عمران خان د وژلو د توطیې اړوند څېړنې وکړي.

هغه ویلي مخکینی لومړی وزیر دې د دغو څېړنو لپاره هغه ټولې نښې نښانې حکومت سره شریکې کړې چې پر بنسټ یې دا خبره کړې‌.‌

رانا ثنا الله ویلي له دې به مالومه شي،‌ چې د عمران خان دا ادعا څومره رښتینې ده.