عمران خان: اسلام اباد ته د خلکو تلونکی سمندر به ټول لاهو کړي

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکني لومړي‌ وزیر عمران خان د پښتونخوا مردان کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې که د ټاکنو نېټه اعلان نه شي، نو اسلام اباد ته د خلکو روان سمندر به ټول لاهو کړي.‌

هغه پر خپلو پلویانو ته غږ کړی چې د مې میاشتې وروستیو کې د اسلام اباد پر لور لاریون ته چمتووالی ونیسي.‌

عمران خان دغه پلان شوي لاریون ته د "ازادۍ لاریون" نوم ورکړی او ویلي یې دي‌ چې ۲ میلیون کسان به اسلام اباد بوځي.‌

هغه د قامي اسمبلۍ لخوا له بېواکه کېدو راوروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې غونډې جوړوي، او ټاکلې په دې لړ کې نن (شنبه) سیالکوټ کې خپلو پلویان راغونډه کړي.

د پاکستان مخکیني‌ لومړي وزیر د مردان غونډه کې یو ځل بیا د ده ګوښه کېدو لپاره امریکا ته د منسوبې توطیې یادونه وکړه او زیاته یې کړه "موږ د امریکا غلامان او نوکران نه یو."

عمران وايي‌ چې کله پر دې توطیه خبر شو نو د "هغو خلکو" خوا ته ورغی چې دا دسیسه یې شنډولی شوه،‌ او هغوی ته یې وویل چې که توطیه بریالی شي،‌ اقتصاد به د تباهۍ پر لور ولاړ شي.‌

هغه ادعا وکړه چې ګوندې دې توطیه کې ټول ښکېل کسان یو په یو پېژني.

واکمن چارواکي څه وايي؟

خواجہ آصف

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې سره د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پلاوي کې لندن ته راغلی ویلي،‌ تر یکشنبې به اړینې پرېکړې وشي.‌

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند دغه پلاوي له مخکیني لومړي وزیر نواز شریف سره سلامشورو لپاره لندن ته سفر کړی.

خواجه اصف له نواز شریف سره تر کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل تر یکشنبې په پرېکړه وشي‌ او د پاکستان ولس به اعتماد کې واخلي.

خو هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه به د خپل اوسني اېتلافي حکومت له شریکانو سره په ګډه مشوره کوي او یوازې دوی دا کار نشي کولی.‌