عمران خان: پوځ د ازادۍ او جمهوريت ساتنه نشي کولی

عمران

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکیني لومړي وزير عمران خان ويلي "يوازې ولس د خپلې ازادۍ او جمهوريت ساتنه کولی شي، پوځ يا بهرنی ځواک مرسته نشي کولی."

عمران خان د اپرېل پر ۱۳مه پېښور کې د تحريک انصاف ګوند د کېدونکې غونډې په اړه پر ټوټېر ويډيويي پيغام کې د خپل حکومت نسکورېدل يو ځل بيا "لويه دسيسه" بللې او د سملاسي ټاکنو غوښتنه يې کړې ده.

ښاغلی خان دوه ورځې وړاندې وروسته له هغه بېواکه شو چې اپوزيسيون ګوندونو يې په قامي اسمبلۍ کې پر ضد د نه باور رايه ورکړه.

له هغه راهيسې د پاکستان مسلم ليګ ګوند شهباز شريف د نوي لومړي وزير په توګه ټاکل شوی او پرون (دوشنبه) یې لوړه وکړه.

عمران خان په خپل تازه ويډيويي پيغام کې د پېښور خلکو ته په خطاب کې ويلي، "زه سبا تاسو ته راځم، د يوه ستر جوړجاړي له مخې پر ولس باندې د وارداتي حکومت له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره غونډه کوم."

مخکیني لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ هم پر خپله ټوېټر پاڼه د سملاسي ټاکنو غوښتنه کړې وه او ويلي يې و، "خلکو ته باید فرصت ورکړل شي چې پرېکړه وکړي، د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي."

یاده دې وي چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره رایه اچونه ترسره شوه.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړو له رایې اچونې وړاندې له پارلمانه ډله ییزه استعفا وکړه او د لومړي وزارت لپاره د دې ګوند نوماند شاه محمود قریشي هم له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.

خو د رایې اچونې بهیر بیا هم ترسره شو او محمد ميا شهباز شریف د پاکستان په قامۍ اسمبلۍ کې د ۱۷۴ رايو په تر لاسه کولو سره د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

پاکستان

په تېرو دوه ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د عمران خان د پلويانو له خوا مظاهرې او احتجاجونه هم شوي دي.

بل پلو د نوي ټاکل شوي لومړي وزير شهباز شريف د دفتر له خوا خپره شوې وینا پاڼه کې په اوونۍ کې د دوو ورځو عمومي رخصتۍ يوې ورځې ته راکمه شوې وه.

پاکستان کې د مسلم ليګ ن د حکومت له جوړېدو سره د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپیو ارزښت لوړ شوی او د دغه هېواد په ونډو بازار کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی.