د عمران خان له واکه لرې کېدل او په ملاتړ یې لاریونونه

د ویډیو تشریح، د عمران خان له واکه لرې کېدل او په ملاتړ یې لاریونونه

پخوانی کرېکټر عمران خان څلور کاله وړاندې لومړی وزیر شو. له هغه وروسته چې تېره شپه یې په قامي اسمبلۍ کې د نه باور رایه وبایلله، له خپلو ملاتړو یې وغوښتل چې له واکه د ده د لرې کولو پر ضد لاریونونه وکړي. دی د پاکستان په تاریخ کې لومړنی، لومړی وزیر شو چې په دغه ډول له واکه لرې کېږي.