د بېټ کواین ارزښت ۵۰ سلنه لوېدلی

بېټ کواین چې ډېجېټل یا انټرنېټي پیسه ده د تېر کال نومبر میاشت کې خپل تر ټولو لوړې بیې ته رسېدلی وو او د یوه بېټ کواین بیه نژدې ۶۵ زره امریکايي ډالره وه. اوس یې بیه نژدې ۳۰ زره امریکايي ډالرو ته راکښته شوی او یوازې په څو میاشتو کې یې خپل ارزښت څه باندې ۵۰ سلنه بایللی.

بېټ کواین داسې مهال ارزښت بایلي چې د نړۍ لر او بر کې د ونډو بازارونه هم اغېزمن شوي او د ګڼو شرکتو د ونډو بیې لویدلي.

د دوشنبې په ورځ مهم اروپايي، اسیايي او امریکايي ونډو بازارونه لویدلي وو، ډیریو پانګوالو خپلې هغه پانګې چې خطر سره مخ وې امریکايي ډالرو ته واړولې چې خوندي یې کړي.

پرون (دوشنبه) د جاپان د ونډو بازار نېکای ۲.۵ سلنه لویدلی وو، د لندن فوتسي سل بازار د ورځې پای کې له ۲ سلنې هم کښته وو، د امریکا ډاو د ونډو بازار نژدې دوه سلنه، اېس او پی ۵۰۰ څه باندې درې سلنه او نسدق د ونډو بازار بیا له څلور سلنې هم ډېر ولوېد.

د ټکسۍ شرکت اوبر یو له هغو شرکتونو وو چې د ونډو ارزښت یې تر ټولو ډېر لویدلی.

د دوشنبې په ورځ د دغه شرکت ونډې هغه مهال ۱۱ سلنه ولوېدې چې د رپوټونو له مخې اجرایوي مشر یې ډارا خسروشاهي خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی وو چې پانګوال یې د خپلو پانګو په اړه یو څه محتاط دي. اوبر وایي د ونډو لوېدا ته به یې غبرګون د لګښتونو کمول او د نویو دندو درول دي.

د اوبر اجرایوي مشر په یوه لیک کې ویلي:"دا ښکاره ده چې بازار له یوه ټکان ورکوونکي پړاو نه تېرېږي او موږ هم باید ورته غبرګون ولرو. د اوبر اوسط کارکوونکي عمر شاوخوا ۳۰ کاله دی. په دې مانا چې دغه شرکت کې مو ډېر کلونو داسې چاپېریال کې کار کړی چې کمپنۍ مو درګرده د پرمختګ حالت کې وه. راتلونکی پړاو به بدل وي او موږ باید ورته خپل غبرګون هم بدل کړو."

کله چې هم د ونډو بازارونه له نامالوم حالته تېرېږي نو پانګوال تر ډېره هڅه کوي خپلې هغه پانګې لکه انټرنېټي پیسې چې د بازار خوځښت له امله خطر سره مخ وي وپلوري او خپله شتمني خوندي کړي.

د انټرنېټي پیسو یا کرېپټو کرنسۍ بازار کې هم خوځښت وروسته له هغې راځي چې د ونډو دودیز بازارونه له دې حالته تېرېږي، ځکه نن سبا دودیز پانګوال لکه صرافان او د پیسو د ساتنې نور ستر شرکتونه هم د کرېپټو کرنسۍ بازار کې فعالیت کوي.بېټ کواین د ډېجېټل پیسو په کتار کې تر ټولو ستره کرنسي ده او ټولټال ۵۷۰ مېلیارده ډالره پانګه په کې شوې. د بېټ کواین بیه په تېره یوه ورځ کې لس سلنه او یوه اوونۍ کې ۲۰ سلنه غورځېدلې.

اېتېریم دویمه تر ټولو لویه کرېپټو کرنسي ده او بیه یې په تېره یوه اوونۍ کې شل سلنه لویدلې.

د انټرنېټي پیسو بازار کې پراخ خوځښت نوې خبره نه ده خو ۲۰۲۲ کال ورته تر ډېره ارامه وو.

تېره اوونۍ امریکا، بریتانیا او اسټرالیا کې مرکزي بانکونو د سود شرحه لوړه کړه چې د ورځنیو لګښتونو لوړوالي سره مبارزه وکړای شي.

د امریکا مرکزي بانک (فېډرل رېزرف) د سود شرحه صفر اعشاریه پنځه فیصده لوړه کړه چې تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ډېر لوړوالی دی.

دغو ګامونو د پانګوالو تر منځ اندېښنې زیاتې کړي چې د لګښتونو لوړوالی او د پور اخېستو بیه کې زیاتوالی ښايي اقتصادي وده ورو کړي.

سوداګر او پانګوال پر نړیوال اقتصاد د اوکرایین جګړې اغېز په تړاو هم اندېښمن دي.

له بل اړخه بیا بېټ کواین د تېر کال اوږدو کې په دوو هېوادونو اېل سلوادور او د افریقا مرکزي جمهوریت کې رسمي شوی.

اېل سلوادور اعلان کړی وو چې خلک به وکولی شي د توکو راکړې ورکړې لپاره بېټ کواین وکاروي. د پیسو نړیوال صندوق ای اېم اېف بیا له دغه هېواده غوښتي وو چې له خپل دغه ګامه پر شا شي.