تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان؛ د یوه ډالر ارزښت تر سل افغانۍ ټیټ شوی
په افغانستان کې د اسعارو بدلون تر ټولو لوی بازار شاهزاده سرای کې د یوه امریکايي ډالر ارښت تر سل افغانۍ ټیټ شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانۍ ارزښت په خورا چټکۍ سره مخ پر ځوړ و، خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې په نسبي ډول د افغانۍ ارزښت د ثبات پر لور تللی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهي صندوق په ګډون ځینې مالي ادارو د افغانستان مالي زېرمې او پور ته ساتل شوې پیسې کنکل کړې او یا یې دې پیسو ته د طالبانو لاسرسي د مخنیوي اعلانونه وکړل.
ملګرو ملتونو بیا دا وروستیو کې د افغانستان کمزوري اقتصاد نړېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو مالي ادارو افغانستان ته د نغدو ډالرو رسولو لارو چارو موندلو غوښتنه کړې.
خو دا وروستیو کې د افغانستان بانک مسوولینو وویل، د مرستو لړ کې یې میلیونونه نغد ډالر ترلاسه کړي دي.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ډېری راکړه - ورکړه، د خصوصي بانکونو او صرافیو له لارې تر سره کېده، چې د نغدو پیسو له سخت کموالي سره مخامخ وو،
طالبانو په تېر نومبر کې افغانستان کې د بهرنیو پولي واحدونو پر کاروونه بندیز اعلان کړ.
د طالبانو د ویاند لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د بهرنۍ کرنسۍ کاروونه د هېواد پر اقتصاد بد اغېز کوي او په وینا یې له دې وروسته به ټوله راکړه ورکړه پر افغانیو کېږي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي و، چې که څوک له دغه امره سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
بل لور نن چهارشنبه د افغانستان بانک مسوولینو په یوه غونډه کې د ''عزیزي '' خصوصي بانک فعالیت ارزولی دی.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د یاد مدیریت پلاوي د افغانستان بانک مشر عبدالقاهر ''حاجي ادریس '' په مشرۍ د عزیزي بانک فعالیتونو او بانکي خدمتونو ارزونې په موخه غونډه کړې.