د افغانستان بانک: بهر مېشت افغانان هر کال نژدې ۷۰۰ میلیونه ډالر هېواد ته استوي

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

خپلوانو ته له بهره د پیسو لېږلو یا حوالو له نړیوالې ورځې له راتلو سره هممهال د افغانستان بانک وايي، هغه افغانان چې له هېواده بهر کار کوي، هر کال میلیونونه ډالر له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره افغانستان ته لېږي.

بل لور ملګري ملتونه وايي، د کارګرو کډوالو دغه حوالې په نړيواله کچه تېرو شلو کلونو کې پنځه برابره ډېرې شوې دي.

د افغانستان بانک مسوولینو په خبره، هغه پیسې چې افغان کارګر کډوال یې له بهره خپلو کورنیو ته استوي، د خلکو او هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.

د یاد بانک مسوولین وايي، په بهرنیو هېوادونو کې کار کوونکي افغانان په کلني ډول شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالر د بانکونو، صرافیو او حوالو له لارې افغانستان ته لېږي.

د یاد بانک د رسنیو برخې یوه مسوول حسیب الله نوري بي بي سي ته وویل:

''په تېر ۲۰۲۰ کال کې ۷۲۲ میلیونه ډالر او له هغه مخکې ۲۰۱۹ کال کې ۷۵۰ میلیونه ډالر له همدې لارې افغانستان ته راوړل شوي دي. ''

په تېر ۲۰۲۰ کال کې ۷۲۲ میلیونه ډالر او له هغه مخکې ۲۰۱۹ کال کې ۷۵۰ میلیونه ډالر له همدې لارې افغانستان ته راوړل شوي دي.

د تېرو څلورو لسیزو د ناامنیو او جګړو له لاسه میلیونونه افغانان د سیمې او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

که څه هم دغه افغانان په نورو هېوادونو کې پخپله ګڼې ستونزې لري، خو په افغانستان کې یې خپلوان دوی ته ډېرې هیلې لري، چې د اقتصاد یوه برخه یې د کورنۍ د همدغو کارګرو کډوالو پر ګټې وټې متکي ده.

ملګرو ملتونو هم نن د جون میاشتې شپاړسمه پخپل اصلي هېواد کې له خپلوانو سره د مالي مرستو یا حوالو نړیواله ورځ نومولې ده.

دغه بنسټ ویلي، ۲۰۰ میلیونه کډوال کارګران د نړۍ په بېلو هېوادونو کې کار کوي او د خپلو کورنیو کابو ۸۰۰ میلیونو غړو ته پیسې لېږي.

د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې، چې تېره میاشت خپور شوی، په ۲۰۱۹ کال کې کارګرو کډوالو خپلو کورنیو ته ۵۴۸ میلیونه ډالر استولي خو په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا له امله دغه شمېر ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته را کښته شوی دی.

د دغه راپور له مخې، هندوستان، چین، مکسیکو، فیلپین او مصر په ترتیب سره هغه پینځه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپلو کډوالو کارګرانو له درکه ډېرې پیسې تر لاسه کړې دي.

دغه راز امریکا، عربي متحده امارات، عربستان او روسیه هغه څلور هېوادونه دي چې کډوالو کارګرانو ترې ډېرې پیسې خپلو کورنیو ته استولي دي.