د غیرت په نوم وژنې؛ پاکستان کې ورور خپله ماډله خور ولې ووژله؟

د یوې ماډلې وژل کېدل

د پاکستان د پنجاب ایالت په اوکاړه ولسوالۍ کې د سدره خالد په نوم یوه پېغله خپل کشري ورور په ډزو وژلې ده.

د رېناله خورد نومي سیمې د پولیسو حوزې امر جاوید خان وايي، 'سدره خالد له ماډلېنګ سره مینه وه او په فیصل اباد سیمه کې یې ماډلېنګ کاوه. کله چې په روژه کې بېرته خپل کور ته اوکاړې ته راغله او تر اختر تېرولو وروسته بېرته خپل روزګار ته ورستنېدله نو کورنۍ یې منع کوله'.

د دې وژنې په اړه د خبرو پر مهال دغه پولیس افسر وویل چې کورنۍ یې پر هغې فشار راوړی و چې ماډلېنګ پرېږدي او 'د قتل لامل هم د ماډلېنګ پرېښودو په اړه د دوی خپل منځي اختلاف و'.

سدره خالد د حمزه خالد په نوم خپل کشري ورور وژلې ده او د حوزې امر جاوید خان په خبره، 'د قتل قضیه یې د سدره خالد د مور د ادعا له مخې ثبت شوې ده'

په ماډلېنګ کې عموماً ښځينه او نارینه ماډلان د بېلا بېلو شرکتونو کالي اغوندي او خلکو ته یې وړاندې کوي چې ورو ورو همدا ماډلان وروسته فلمي نړۍ ته هم مخه کوي.

د یادولو ده چې ۲۲ کلنې سدره خالد د هنرونو په برخه کې زدکړې کړې وې، درې خوېندې او یو ورور لري. د پولیسو د مالوماتو له مخې د څلورو خوېندو د دغه یکي‌ يوازېني ورور عمر ۲۰ کاله دی.

د سیمې د پولیسو حوزې امر جاوید خان وايي، 'د سدره کورنۍ هغې ته ویلي وو چې ماډلېنګ پرېږدي خو دا له خپل ضد او شوقه نه اوښتله او وروسته د همدې نجلۍ او د ورور [حمزه] تر منځ لفظي شخړه هم شوې وه'.

دی زیاتوي، 'هغه مهال د دوی پلار هم په کور کې و، هغه هم سدره منع کړې وه. خو چې لور یې ونه منله نو ورور یې د پلار توپنګچه راواخیستله او په هغې یې ډزې وکړې چې یوه مرمۍ د هغې چپې سترګې نه پاس پر تندي ولګېدله او ځای په ځای مړه شوه'.

پولیس چې له قضیې خبر شول نو سمدستي سیمې ته ورسېدل او تورن کس یې له وسلې سره یو ځای ونیو چې اوس له دوی سره بندي دی. پولیس وايي، دوی په څېړنو لګیا دي چې ومومي، په دغه قتل کې نور کس هم ښکېل دي او که نه.

پاکستان کې د غیرت په نوم د ښځو قتلونه

قندیل بلوڅ

د عکس سرچینه، QANDEEL BALOCH FB

د بشري حقونو څار سازمان د ۲۰۲۱ کال رپوټ له مخې پاکستان کې هر کال زر ښځې د غیرت په نوم وژل کېږي.

بل خوا بیا په پاکستان کې د بشري حقونو څارونکې کمیسون تازه په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې تېر کال په پاکستان کې د غیرت په نوم د وژنو ۴۷۸ قضیې ثبت شوې دي.

خو د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوونکي سازمانونه بیا وايي چې ښايي دا شمېر ډېر وي، ځکه چې په خبره یې، زیاتره دا ډول قضیې خلک پټې ساتي.

د پاکستان د بشري‌ حقونو کمیسون پخپل رپوټ کې په اسلام اباد کې د نور مقدم په نوم د یوې بلې ښځې د وژنې قضیې ته په کتو لیکلي چې، 'په ۲۰۲۱ کې د ښځو حقونو فعالانو دا غوښتنه پر ځای وه چې ویلي یې وو، په پاکستان کې د ښځو د قتلونو پر ضد بېړنۍ حالت اعلانول په کار دي'.

۲۷ کلنه نورمقدم د يوه پخواني پاکستاني ډپلومات لور وه چې د ۲۰۲۱ کال په جولايي میاشت کې تر لوی اختر په شپه په اسلام اباد کې ووژل شوه. د پلار شوکت مقدم بیان دا و چې، 'زه چې کور ته ننوتم نو زما لور یې په ډېرې بې رحمۍ قتل کړې وه او سر یې له تنه ورپرې کړی و'.

د سر پرې کولو دې پېښې هم د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه پارولي وو او دا مالومات هم ټکان ورکوونکي وو چې مالومه شوه تر وژلو مخکې نورمقدم باندې جنسي تیری هم شوی و.

وروسته بیا تورن کسان ونیول شول او د اسلام اباد ځايي محکمې د هغې د قتل په تور د ظاهر جعفر په نوم کس ته د مرګ سزا واورله او په قضیه کې ښکېلو دوو نورو کسانو ته لس کاله د بند سزا ورکړل شوه.

د قندیل بلوڅ وژنه

د غیرت په نامه وژنې

د عکس سرچینه، AFP

د غیرت په نوم د ښځو د وژلو خبرونه په پاکستان کې پر یوه ملي بحث اوښتې موضوع ده. په دا ډول پېښو کې زیاتره د ښځو ډېر نژدې خپلوان ښکېل وي، لکه مېړه، پلار، زوی، ورور، تره زوی، یا تره او تربور.

دا ښځې عموما یا په دې وژل شوي چې ولې یې د دې له خوښې پرته واده نه انکار کړی، یا ولې موبایل او خواله رسنۍ کاروي، ولې یې خپل عکس پر فېسبوک یا نورو خواله رسنیو خپور کړی او دې ته ورته د بېلا بېلو پلمو پر سر د خپلو خپلوانو له لوري د 'غیرت په نوم' وژل کېږي.

د یادولو ده چې په پاکستان کې لا هم په فلمي نړۍ او ماډلېنګ کې د نجونو کار ته په سپکه سترګه کتل کېږي.

هسې خو په پاکستان کې هر کال سلګونه ښځې د غیرت په نوم په دار کېږي خو د سدره خالد پېښې ته ورته یوه قضیه د ۲۰۱۶ کال په جولايي کې هم شوې. هغه پېښه چې یوه بله ماډله قندیل بلوڅ پکې ووژل شوه. هغه هم خپل ورور وسیم خان د "غیرت په نوم" داسې وژلې وه چې مرۍ یې ورباندې تاو کړې او خپه کړې یې وه.

قندیل بلوڅ پر خواله رسنیو ډېره مشهوره ښځه وه.

د قندیل بلوڅ قتل پاکستان کې یوه تاریخي قانون ته لار برابره کړه. د دغه قانون پر بنسټ که د مقتول یا وژل شوي کس کورنۍ قاتل وهم بښي، د قانون له منګولو د غیرت په نوم قتل کوونکی کس نشي ژغورل کېدلی.

که څه هم دا قانون دیت او قصاص په څېر له اسلامي قوانینو سره په ټکر و نو په ټول هېواد کې د مذهبي ډلو له غبرګون سره مخ شو او دا قانون یې د اسلام ضد وباله.

د یادولو ده چې د قندیل بلوڅ په قضیه کې اصلي قاتل یاني د قندیل بلوڅ ورور ته د عمري بند سزا ورکړل شوې وه. خو لا یې شاوخوا درې کاله تېر شوي وو چې په قضیه کې ښکېلو خواو د خپلمنځي جوړجاړي له مخې د لاهور سترې محکمې روان کال فبروري میاشت کې د وسیم خان سزا لغوه او هغه یې له بنده خوشی کړ.

دا پرېکړه هم د ښځو د حقونو فعالانو او د قندیل بلوڅ لپاره د عدالت غوښتنې ډلو لخوا وغندل شوه.