قنديل بلوچ؛ محکمې د ماډلې په قتل کې د اصلي تورن کس سزا لغوه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاهور سترې محکمې د پاکستانۍ ماډلې قنديل بلوچ د قتل قضيه کې ښکېل اصلي تورن محمد وسيم چې د هغې ورور و، سزا لغوه کړې ده.
قنديل بلوچ د بې باکه انداز له امله مشهوره شوې وه چې د ۲۰۱۶ کال جولای کې په داسې مهال ووژل شوه چې په خپل کور کې وېده وه.
د لاهور سترې محکمې يوه قاضي سهيل ناصر د اړخونو تر رضايت او د شاهدانو له بيانونو اورېدو وروسته تورن کس له سزا پاک کړی دی.
د يادولو وړه ده چې د ملتان ښار محکمې د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې د قنديل بلوچ د وژنې مقدمې پرېکړه اورولې وه او وژنې اصلي تورن کس محمد وسيم ته يې د عمري بند سزا ورکړې وه.
د بي بي سي سره په خبرو کې د قنديل بلوڅ وکيل صفدر عباس شاه ويلي چې د قنديل مور او پلار هغه د قنديل وکيل ټاکلی او يو بل کس چې محبوب نومېږي د قنديل د وروڼو وکالت کوي.
د قنديل بلوچ ورور وسيم وړاندې ويلي وو، "لومړی یې هغه نشه کړې وه او بيا يې بلوچ نامه ته د سپکاوي په خاطر زندۍ کړې وه".
د وسيم وکيل بي بي سي ته وويل، د هغه د خوشي کېدو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې مور او پلار يې ورته بښنه وکړه. وسيم ادعا کړې چې د خپلې خور د وژلو په اړه د پوليسو له خوا د ده اعتراف په زوره اخيستل شوی و.
د وسيم مور انور بي بي د دې پرېکړه هرکلی کړی او خبريالانو ته يې وويل، "زه له محکمې مننه کوم چې زموږ په غوښتنه يې زما د زوی د خوشي کولو امر وکړ". خو نوموړې زياته کړه، "موږ لا هم د خپلې لور د مړينې له امله خواشيني يوو".
داسې اټکل کېږي چې وسيم به د راونې اوونۍ په وروستيو کې خوشي شي.









