د قندیل بلوچ ورور په عمري بند محکوم شو

قندیل

د پاکستان د پنجاب صوبې ملتان ښار کې محکمې د قندیل بلوچ دوسیه کې د هغې ورور او اصلي تورن محمد وسیم ته عمر بند سزا واوروله.

قندیل بلوچ چې د بې باکه انداز له امله مشهوره شوې وه د ۲۰۱۶ کال جولای کې په داسې مهال ووژل شوه، چې خپل کور کې ویده وه.

ملتان کې د بي بي سي خبریال ترهب اصغر وايي، دې دوسیه کې یو تورن محمد عارف فراري اعلان شو او ورور یې اسلم شاهین او د مذهبي عالم د پاکستان د تحریک انصاف د عالمانو څانګې پخواني غړي مفتي عبدالقوي په ګډون پنځه نور تورن بري وبلل شول.

د محکمې قاضي د پرېکړې اورولو کې وویل، پر نورو کسانو تور ثابت نه شو ځکه یې بري کړل.

ویل کېږي محمد وسیم له نیول کېدو وروسته ویلي وو دا جرم یې ځکه کړی چې خور یې د کورنۍ د بدنامۍ سبب وه.

خو کله چې مجرم وبلل شو، نو له دې کار یې انکار وکړ.

وسیم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د وسیم وکیل وايي، د موکل د سزا په خلاف به ستره محکمه کې به خواست وکړي.

له پرېکړې وروسته مفتي عبدالقوي بي بي سي ته وویل، پر محکمه باور لري او هیله من دی چې دې پرېکړه کې به انصاف او حق ګټونکی وي.

دې دوسیه کې د قندیل بلوچ پر دوو وروڼو محمد وسیم او اسلم شاهین سربېره د هغې نږدې خپلوان حق نواز، مفتي عبدالقوي او عبدالباسط هم شامل و.

محمد وسیم او حق نواز اصلي تورن و، خو عبدالباسط چې د ټیکسي موټروان دی، په دې تورن و چې له قتل وروسته یې محمد وسیم او حق نواز سره تېښته کې مرسته کړې وه.

د عبدالباسط په هکله ویل کېږي چې د مفتي عبدالقوي خپلوان دی.

ویل کېږي دا دوسیه د ملتان له یوې محکمې ځکه بلې ته ولېږدول شوه چې ژر پرېکړه وشي، ځکه یې د قندیل د پلار دا غوښتنه هم رد کړه چې بچیان یې وبښي.

محکمه دا هم وایي، چې د غیرت په نوم وژنو کې د یو تورن د بښلو غوښتنه نه منل کېږي.

قندیل بلوچ څوک وه؟

قند

قندیل بلوچ د پنجاب د ملتان ولسوالۍ غریبه کورنۍ کې زو کړې وه. اصلي نوم یې فوزیه عظیم و، خو قندیل بلوچ سره مشهوره شوې وه.

نوموړې پاکستان کې پر خواله رسنیو لومړنۍ سیلیبریټي بلل کېږي او دې رسنیو کې یې دا شهرت هم له خپل بې باک انداز ترلاسه کړی و، چې د مرګ سبب یې هم شو.

خواله رسنیو کې په زرګونو پلویان لري او له مرګ مخکې پاکستان کې پر انټرنېټ ډېرو پلټل شویو لسو کسانو کې وه.

۲۰۱۴ کال کې مشهورېدو سره مالومه شوه چې مېړوښه ده او یو زوی هم لري.

قندیل به ویل، مېړه یې وهله ځکه یې پرېښود او له بچي سره ترې لاړه.

خو زیاتوله یې چې د بچي خرچه یې نه شوه برابرولی، ځکه یې پلار ته ور پرېښود.

خو چې زوی یې پلار ته ور پرېښود نو فوزیه عظیم په قندیل بلوچ بدله شوه، خپل بې پروا انداز سره یې ژوند ته هم خطر جوړ شو.

مګر قندیل کله هم د خپل دې انداز په هکله بښنه ونه غوښته.

قند
د عکس تشریح، د پرېکړې اورولو پر مهال سختي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

هغه مهال یې بي بي سي ته ویلي و چې له دې انداز ورته ګواښونه کېږي:

"زما باور دی چې د مرګ خپل وخت وي، چې را شي بیا هیڅ نه کېږي".

کله چې پر ۲۰۱۶ کال ووژل شوه، نو د پاکستان پارلمان یې غبرګون کې د غیرت په نوم وژنو قانون کې هم بدلون راووست.

د دې قانون له مخې، که د وژل شوي وارثان وژونکی وبښي، بیا هم ۲۵ کاله بندي کېږي.

له دې مخکې د غیرت په نوم وژلو شویو ډېرو دوسیو کې کتل شوي چې دې دوسیو کې تر ډېره مور پلار یا خور ورو لاس لري چې وروسته بښل شوي هم دي.