تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې د 'حمل ضایع کولو' حق د لغوه کېدو هڅې؛ بایډن یې موافق نه دی
د امریکا سترې محکمې دغه هېواد کې له مېندو د حمل ضایع کولو (سقط جنین) حق د اخیستلو په تړاو رسنیو ته راوتلی سند تائید کړ.
دغه سند وايي متحدو ایالتونو کې ښايي میلیونونه مېندې د ماشوم ضایع کولو له قانوني حقه بې برخې شي.
خو د امریکا مشر قاضي جان رابرټس ویلي دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده.
امریکا کې مېندوارو ښځو ته له ۱۹۷۳ کال راهیسې دا حق ورکړ شوی چې خپل حمل ضایع کړي.
خو په دې وروستیو کې ځینو ایالتونو پر دغه کار بندیز ولګاوه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له دغه حقه د ښځو د بې برخې کېدو مخالف دی او ویلي یې دي، که دا پرېکړه پلې شي نو نورې ازادۍ به هم تر پوښتنو لاندې راولي.
ښاغلی بایډن وايي "دا مې ډېر اندېښمنوي چې موږ اوس ۵۰ کاله وروسته پرېکړه کوو چې ښځې د غوراوي حق نه لري."
هغه زیاته کړې له قضايي ادارو غواړي چې د جنین سقط ته د لاسرسي دوام ډاډمن کړي.
رسنیو ته دا راوتلی سند "لومړۍ خاکه" بلل شوې خو داسې ښکاري چې محکمه کې د اکثریت ملاتړ ورسره دی.
دا سند د قاضي ساموېل الیټو لخوا لیکل شوی او په ۱۹۷۳ کال یې امریکا کې ښځو ته د حمل ضایع کولو حق او اجازې د ورکړې حکم "له هماغه پیله تېروتنه" بللې ده.
دا مسوده د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده او بدلون پکې راتلی شي.
خو که د ۱۹۷۳ کال حکم لغوه شي، نو ښايي د امریکا شاوخوا نیم ایالتونه د جنین سقط منع کړي.
د دغه سند په اړه د رپوټونو تر خپرېدو وروسته امریکا کې د حمل ضایع کولو حق د ملاتړو او مخالفانو دواړو لخوا د غبرګونونو څپه راپورته شوې ده.
هغوی چې د جنین د سقط مخالف دي له محکمې غواړي چې پر خپله پریکړه ودرېږي.