تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا الاباما کې د ماشوم ضایع کولو قانون پرسر ناندرۍ
د امريکا الاباما ايالت کې احتجاجونه، داسې حال کې چې ايالتي سناتورانو یې د ميندوارۍ پر مهال سقط جنین یا د ماشوم ضایع کولو حق ناقانونه کړی.
د امريکا الاباما ايالت کې سناتورانو داسې يو قانوني وړانديز منلی چې د دغه ايالت لروبر د ميندوارۍ پر مهال، که ان د جنسي تېري او يا محرمو سره د جنسي تماس پېښو له امله هم وي، پر ماشوم ضایع کولو نژدې بشپړ بنديز لګوي.
دا قانون چې اوس يې بايد والي لاسليک کړي، ښايي امريکا کې د ماشوم زيانولو ضد تر ټولو سخت قانون شي.