د اوکرايين ختيځ کې جګړه روانه ده؛ د بريتانيا سفيره بېرته کيېف ته تللې

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرايين ختيځ کې په داسې حال کې درنې جګړې روانې دي چې روسيه غواړي په بشپړه توګه دونباس سيمه ونيسي.

خو يو پوځي کارپوه اټکل کوي چې د اوکرايين نيولو لپاره د روسیې پوځي کمپاين به په څو اوونيو کې له منځه ولاړ شي.

د اوکرايین د ولسمشر سلاکار اوليکسي ارستوويچ وايي، اوکرايين ته جدي زيان اوښتی خو وايي د روسيې تلفات ډېر دي.

دا په داسې حال کې ده چې دونيڅک او خارکيف شمال کې د روسیې تازه بمباريو کې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

بل پلو د اوکرايين لپاره د بريتانيا سفيره ملېنډا سايمنز پر دې هېواد د روسیې له بريد وروسته پلازمېنې کيېف ته بېرته ستنه شوې ده.

د بریتانيا لومړي وزير بارېس جانسن تېره اوونۍ اعلان کړی و چې په اوکرايين کې د بريتانيا سفارت روانه اوونۍ پرانيزي.

دغه پرمختيا په داسې حال کې شوې چې روسيه د پلازمېنې کيېف په نيولو کې پاتې راغله او پوځيان يې د دې ښار له شاوخوا وايستل او اوس يې د دونباس په ختيځ کې بريدونه پيل کړي دي.

د ناټو خبرداری؛ د اوکرایین جګړه ښايي‌ کلونه دوام وکړي

In this aerial view, destroyed houses are seen on 28 April 2022 in Zahaltsi, Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناټو د سرمنشي یوه مرستیال میرسیا جیوانا وايي اوکرایین کې د جګړې پای ته رسېدل ښايي‌ کلونه وخت واخلي.‌

هغه دا څرګندونې داسې مهال بي بي سي سره خبرو کې کړي،‌ چې د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د روسیې نویو راکټي بریدونو مرګژوبله اړولې ده.‌

د روسیې دفاع وزارت ویلي دغو بریدونو کې د اوکرایین پوځي اهداف په نښه شوي.‌

خو ازادۍ راډیو اعلان کړی چې برید کې یې یوه خبریاله وژل شوې.‌

رپوټونو کې راغلي‌ چې دا خبریاله هغه څو پوړیزه ودانۍ کې اوسېده چې د روسانو توغندی پرې لګېدلی.‌

کیېف کې دا توغندي داسې مهال ولګېدل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دغه ښار په سفر وخت و.

هغه هلته د خپل سازمان پر امنیت شورا د دې لپاره نیوکه کړې چې د اوکرایین جګړې مخنیوي‌ او پای ته رسولو کې پاتې راغلې ده.‌

ښاغلي ګوتېرش دا انتقاد کیېف کیېف د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال کړی.

Ukraine's President Volodymyr Zelensky welcomes UN Secretary-General Antonio Guterres to Kyiv

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ د اوکرایین پلازمېنه کې وویل:‌ " اجازه راکړئ سمه یې روښانه کړم: (امنیت شورا) د دې جګړې مخنیوي لپاره د ټول هغه څه په ترسره کولو کې پاتې راغلی چې واک کې یې لري."

ښاغلي ګوتېرش دا کار د ژور خپګان،‌ ستړیا او غوسې سرچینه بللې.‌

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته چې ۵ دایمي او ۱۰ نور غړي‌ لري‌،‌ نړۍ کې د سولې او امنیت د ټینګښت د ډاډمنتیا مشخصه دنده ور تر غاړې ده.‌

روسیه هم د دې شورا دایمې غړې ده.

د اوکرایین حکومت هم پر دې شورا له دې کبله نیوکې کوي‌ چې د دوی پر هېواد یې د روسیې یرغل مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه نه دي اخیستي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دلته د اوکرایین ولسمشر ته وویل غواړي ده او د اوکرایین خلکو ته ووايي‌ چې دوی دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو له هڅو لاس نه اخلي.‌

هغه زیات کړه چې ملګري ملتونه اوکرایین کې ۱۴۰۰ کارکوونکي لري چې د مرستو،‌ خوړو،‌ پیسو او نور ملاتړ برابرولو کې همکاري‌ کوي.‌

دا د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د ښاغلي ګوتېرش لومړنی سفر و.‌

له دې سره د اوکرایین ولسمشر دلته یو ځل بیا روسیه خپل هېواد کې په نسل وژنه تورنه کړه او ویې ویل چې ښاغلي ګوتېرش د ده په وینا دا موکه ومونده چې د روسیې لخوا اوکرایین کې شوي "جنګي جنایتونه" پخپله وګوري.‌