تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويډن او فنلنډ راتلونکې مياشت د ناټو غړيتوب لپاره غوښتنليک سپاري
د فنلنډ او سويډن د رسنيو په وينا، دواړه هېوادونه پلان لري چې د مې په مياشت کې د ناټو پوځي تړون کې د غړيتوب لپاره خپل غوښتنليکونه وسپاري.
فنلنډۍ ورځپاڼې ايټلاټي ويلي، د دواړو هېوادونو مشران به ښايي د مې په نيمايي کې سره وګوري او پر دې موضوع به نورې خبرې هم وکړي.
سويډن او فنلنډ تل د بې پرېتوب پاليسي خپله کړې خو پر اوکرايين د روسيې يرغل د دواړو هېوادونو د خلکو نظر يو څه تغير کړی دی.
روسيه پر اوکرايين د بريد یوه پلمه له ناټو سره د دغه هېواد يو ځای کېدلو هڅه یادوي.
فنلنډ له روسيې سره پر پوله پروت دی چې له دویمې نړيوالې جګړې مخکې د شوروي اتحاد له خوا پرې بريد شوی و او دغه جګړه کې د فنلنډ د خاورې يوه برخه شوروي اتحاد ونيوله بل پلو سويډن د فنلنډ ګاونډی دی خو له روسيې سره پوله نه لري.
د فنلنډ لومړي وزير سنا مارين د روانې مياشتې پيل کې سويډن ته د سفر پر مهال پر اوکرايين د روسيې د بريد په اړه ويلي وو، هر څه بدل شوي دي او زياته يې کړه چې فنلنډ بايد د روسيې هر ډول ګام او کړنې ته چمتو وي.
سويډنۍ ورځپاڼې افټونبلادټ هم د حکومتي چارواکو له خولې ليکلي چې امريکا او بريتانيا به د دواړو هېوادونو د غړيتوب د غوښتنليکونو پر مهال د دوی د امنيت خوندي کولو برخه کې مرسته کوي.
راپور زياتوي په دغو ګامونو کې به د اروپا شمالي هېوادونو کې د امریکا او بريتانيا د پوځي شتون زياتوالی، استخباراتي همکاري او د سايبري ګواښونو پر وړاندې مرسته او داسې نور ګامونه شامل وي.